طالبانو: د اعدامونو په اړه د ملګرو ملتونو غندنه رد کړه
۱۴۰۴ فروردین ۲۴, یکشنبهد طالبانو ادارې د جمعې په ورځ (د اپریل میاشتې ۱۱ نیټه) د درو ولایتونو په ورزشي سټیډیمونو کې د ډیر شمیر خلکو په موجودیت کې څلور کسانقصاص کړل. د فرانسې خبري آژانس ویلي دي چې طالبانو په ۲۰۲۱م کال کې واک ته له راسیدو راهیسي تر اوسه پورې ۱۰ کسان په علني ډول اعدام کړي دي.
طالبان دغه قوانین د اسلامي شرعیت مطابق بولي او د خلکو په عامه محضر کې اعدامول د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره (له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱م کاله پورې) کې هم معمول و.
د طالبانو د سترې محکمې ویاند عبدالرشید راشد ویلي دي: «قصاص د اسلام د شرعي قوانینو د ښکاره لارښوونو، د اعتبار وړ شاهدانو د شاهدۍ او قاتلانو د اعتراف په اساس ترسره شوی دی.»
نوموړي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر له خوا د دغو اعدامونو غندنه چې دغه اعدامونه یې د انساني کرامت او ژوند کولو حق سره اساساً په ټکر کې بللي وو، رد کړه او هغه یې «غیر عادلانه او تعجب آوره» وبلل.
ښاغلي راشد ویلي چې اعدام شوو کسانو له بې گناه انسانانو څخه د هغوي ژوند اخیستی و او د هغوی اعدامول زمونږ د دین، شرعي نظام او خلکو تقاضا وه.
د طالبانو د سترې محکمې ویاند عبدالرشید راشد ویلي دي: «اسلام عادلانه دين دی او مونږ یې په پیروۍ مکلف کړای شوي یو. هیڅ بهرنی حق نه لري چې زمونږ په شرعي چارو، دین او عدالت کې مداخله وکړي.»
ملګرو ملتونو د دغو اعدامونو په اړه شدید اعتراض کړی. دغه اعدامونه د افغانستان په لویدیځو ولایتونو بادغیس، نیمروز او فراه کې عملي شوي چې په ترڅ کې یې څلور کسان قصاص کړای شول. د ملگرو ملتونو سازمان ویلي دي چې په یوه ورځ کې په دغه شمیر کې اعدامونو شوک کړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په ایکس شبکه کې لیکلي دي: «مونږ په افغانستان کې له واکمنو چارواکو څخه غواړو چې د اعدام مجازاتو پر ځای دې له قانوني مهلت څخه استفاده وکړي، څو په نهایت کې دغه مجازات لغوه شي.«
د بشري حقونو سازمان دغه اعدامونه »په ژوره توگه زورونکي او په شدید ډول د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو نقضول« بللي دي.
په افغانستان کې د بشري حقونو سازمان څیړونکې فرشته عباسي د فرانسې خبري آژانس ته وویل: »نړیوالې ټولنې په ځانګړي توګه د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو شورا ته به یادونه وکړي چې په بیړه د افغانستان له پاره د ځواب وینې یو مستقل میکانیزم رامنځته کړي، څو د دغو غیر قانوني اقداماتو عاملین مسئول ورګرځوي.«