د بشري حقونو فعالانو د آلمان د اخراج له طرحې سره مخالفت کړی
۱۴۰۴ تیر ۲۴, سهشنبهد بشري حقونو فعالانو د دوشنبې په ورځ د آلمان د داخله وزیر الکساندر دوبرینت، افغانستان ته د مجرمو مهاجرو د اخراج له طرحې سره مخالفت ښکاره کړ.
په فرانکفورت کې د مهاجرو د حقونو د دفاع سازمان «پروازول» ویاندې ویبکه یودیت، وویل: «داسې یو هېواد ته اخراج له نړېوالو حقونو ښکاره سرغړونه ده چې ښځې په کې له عمومي ژونده منع کړل شوي او په عام محضر کې په دورو وهل کيږي او اعدام پکې عملي کيږي.»
دغه بشري سازمان او د آلمان په ایالتونو کې د مهاجرو شوراګانو د آلمان له فدرالي حکومت څخه غوښتي دي چې په دې هکله په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره همکاري و نه کړي او د افغان مهاجرو د اخراج ممنوعیت پروګرام دې وغځوي.
نور ولولۍ: کرزي له پخواني آلماني چارواکي سره له کوم دريځ او په څه اړه خبرې کړي؟
د آلمان د کورنيو چارو وزیر د مجرمو افغانانو د اخراج د ممکن کولو له پاره حتی له طالبانو سره له مستقیمو مذاکراتو پلوي کړې ده. په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو اداره د بشري وضعیت په دليل، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د وضعیت په تړاو، په نړېواله کچه له نيوکو سره مخ ده.
«پروازول» او د مهاجرو ایالتي شوراګانو ويلي دي چې فدرالي حکومت د مهاجرو د اخراج په موخه نه باید له طالبانو سره مستقیم یا غیرمستقیم مذاکرات وکړي، ځکه چې په وینا ېې طالبان «له څلورو کلونو راهيسي خلک په خپلو اوسپنیزو لاسونو ټکوي.»
نور ولولۍ: پر سختو نيوکو سربيره له طالبانو سره پر مخامخ خبرو ټينگار
دغو سازمانونو ویلي دي چې د آلمان حکومت په داسې حال کې افغانستان ته د مهاجرو اخراج ممکنوي، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت چې له نژدې څلور کاله کيږي په واک کې دی، بشري حقونه يې په پراخه کچه نقض کړي دي او خلک سرکوبوي. د دغو سازمانو په خبره په افغانستان کې بشري حقونه هره ورځ نقض کيږي.
د طالبانو د دوو مهمو رهبرانو نیولو ته اشاره
د بشري حقونو فعالانو دې ته اشاره کړې ده چې د اروپا د بشر حقونو کنوانسیون ټولو انسانانو له پاره په انساني کرامت سره د چلند ضمانت کړی دی.
د آلمان د نیدرزاکسن ایالت د مهاجرو له شورا څخه، کای وېبر وویل: «هېڅوک نه باید داسې یو هېواد ته اخراج شي، چې تر ټولو لوړپوړي چارواکي یې د جرمونو نړېوالي محکمې له خوا د بشریت پر ضد جنايت باندې تورن کړي وي.»
د جرمونو نړيوالې محکمې تېره اوونۍ د طالبانو د مشر ملا هيبت الله آخوندزاده او د هغوی قاضي القضات عبدالحکیم حقاني، د نیولو حکم صادر کړ. دغې محکمې وويل چې د دغه باور له پاره دلایل موجود دي چې د طالبانو دغه دوه رهبران د ښځو او نجونو د تعقیب په نوع کې د هغوی د جنسيت پر اساس د بشر ضد جنایت مرتکب ګرځيدلي دي.
د مهاجرو ایالتي شوراګانې د مهاجرو او پناه غوښتونکو د حقونو د ملاتړ خپلواک سازمانونه دي. د دغو شوراګانو معلومات ښيي چې د آلمان په ځينو ایالتونو کې د مخه د افغانانو د اخراج له پاره چمتوالی نيول شوی دی.
نور ولولۍ: د طالب مشرانو د نیولو له پاره د جزا د نړيوالې محکمې د حکم په اړه غبرگونونه
د آلمان د هِسن ایالت د مهاجرو شورا رپوټ ورکړی دی چې په دغه ایالت کې ۸ افغان مهاجر د اخراج په توقیف کې دي.
د دغې شورا مشر تیمو شیرینبرګ وويل: «موږ د هِسن له ایالتي حکومت څخه غواړو چې په دا ډول مشکوکو اقداماتو کې برخه وانخلي.»