له ایرانه د یو میلیون نورو افغانانو د اخراج په هکله خبرداری
۱۴۰۴ تیر ۱۷, سهشنبهد سره صلیب او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په وینا، د ۲۰۲۵ م کال له پیل راهیسې تر دې دمه له ایران څخه تر ۱،۲ میليونه زیات افغان کډوال بیرته افغانستان ته اخراج شوي دي. دغو سازمانونو ویلي چې په دې وروستیو کې د ایران او اسرائیل ترمنځ شخړې دغه کړکیچ ته لا پسې شدت ورکړی دی او دغه پروسه ګړندۍ شوې ده.
د افغانستان لپاره د سره صلیب د نړیوالې کميټې او د سرې میاشتې مشر سمیع فخوري وویل، چې په دې وروستیو ورځو کې هرات ولایت ته د سفر پرمهال د اسلام قلعه په سرحدي سیمه کې د ګڼو بسونو شاهد و چې له ایرانه اخراج شوي افغان کډوال یې افغانستان ته لیږدول.
نوموړي په ژنیو کې د یوې خبرې غونډې په ترڅ کې خبریالانو ته وویل: «زموږ د اټکلونو له مخې د روان کال تر پایه پورې ښايي یو میلیون یا له دې ډیر نور افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته راشي.» د نوموړي په خبره له دغو افغان کډوالو ډیری يې کلونه وړاندې خپل هېواد پرېښی و او اوس بې کوره او بې سرپناه پاتې دي. فخوري همدا راز وویل چې زیاتره دغه افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته نه ځي، بلکې دوی په بسونو کې د افغانستان تر پولې پورې په جبري توګه لیږدول کیږي.
افغانستان کې د انساني کړکیچ د تشدید خبرداری
افغانستان لا له وړاندې د سخت بشري بحران سره لاس او ګریوان دی او په دغه هیواد کې مرستندویه ادارې خبرداری ورکوي چې له ایران او پاکستان څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو دغه نوې څپه به د هېواد د ثبات لپاره لوی ګواښ وي.
په ورته وخت کې د سره صلیب فدراسیون د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره ۲۵ میلیونه سویسي فرانکه چې شاوخوا (۳۱.۴ میلیونه ډالر) کیږي، د مالي مرستو غوښتنه کړې خو تر دې دمه یې یوازې ۱۰ سلنه برخه چمتو شوې ده. د فخوري په خبره، د افغان کډوالو له پاره د نړیوالې ټولنې دغه کمزوری مالي تمویل، په افغانستان کې د مرستو رسولو راتلونکی له ګواښ سره مخامخ کوي.
بل لوري ته د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویاند بابر بلوڅ وویل چې هره ورځ له ایران څخه لسګونه زره افغانان بیرته افغانستان ته راستنېږي او زیاتوي چې یوازې د روان میلادي کال د جولای په څلورمه نېټه تر ۵۰ زرو زیات افغانان بیرته افغانستان ته داخل شوي دي. نوموړي په دې ترڅ کې د کورنیو د جلا والي په هکله اندیښنه څرګنده کړې.