نایجریا: په ځانمرګي برید کې ۲۷ عسکر وژل شوي
۱۴۰۳ بهمن ۷, یکشنبهد نایجيریا د پوځ یوه افسر د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د جنوري ۲۶مه) وویل: «په یوه ځانمرګي برید کې د دوو قوماندانانو په ګډون ۲۷ عسکر وژل شوي او ګڼ شمېر نور ېې سخت ټپيان کړي.» سرچينې دا په وروستیو کلونو کې په دغه هیواد کې یوه تر ټولو خونړۍ حمله بللې ده.
د نایجریا د پوځ یو بل افسر وويل چې دغه بريد د شپې په تیاره کې د ګرينويج په وخت ماسخوتن شاوخوا ۸نیمې بجې شوی دی. هغه وویل: «هوا تیاره وه چې له کبله ېې د عسکرو له پاره سخته وه چې شاوخوا په واضح توګه وويني.» دغه افسر دا هم وویل چې ښايي د مړو شمېر نور هم لوړ شي، ځکه د يو شمېر زخمیانو روغتیايي وضعیت نازک دی.
ورته نور ولولئ: په نايجيریا کې کښتۍ ډوبه شوې؛ تر سلو ډېر کسان لادرکه دي
د نایجيریا د پوځ دواړو پوځي افسرانو چې د نومونو له ښودلو ېې ډډه کړې وویل چې ځانمرګي بریدګر خپل د چاودیدونکو موادو ډک موټر چې په پاڼو او شاخونو ېې پوښلی وو، د امنيتي ځواکونو له کاروان سره وجنګاوه.
د دوی په وینا یادو امنيتي ځواکونو په تيمبوکتو ترینګل یا مثلث کې د «افریقا غرب ولایت اسلامي دولت» (ISWAP) ډلې پر ضد عملیات کول. دغه ډله په ۲۰۱۶ کې له بوکوحرام څخه جلا او د دې هیواد په شمال ختیځ کې پر يوې غالبې جنګیالۍ ډلې بدله شوه.
ورته نور ولولئ: نايجيريا: د ښوونځي د مېلې په ګڼه ګوڼه کې ۳۵ ماشومان مړه شوي
د سوډان پر یوه روغتون حمله کې ۷۰ کسان وژل شوي
د روغتیا نړېوال سازمان مشر، تدروس آدهانوم قبریسوس، د یکشنبې په ورځ وويل چې په سوډان کې پر سعودي روغتون د شنبې ورځې حمله کې لږ تر لږه ۷۰ کسان وژل شوي او ۹۰ نور ټپیان شوي دي.
ورته نور ولولئ: سوډان: د نیمه پوځي ملیشو په یوه حمله کې ۲۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
ادهانوم زیاته کړه چې سعودي روغتون د سوډان په الفاشر ولایت کې يواځینی فعال روغتون وو. هغه پر اکس شبکه ليکلي چې «د حملې پر مهال روغتون تر درملنې لاندې له ناروغانو ډک وو.»
د روغتیانړیوال سازمان مشر زیاته کړې چې دغه حمله په داسې وخت کې شوې چې د دغه ولایت پر روغتیايي تاسیساتو د شدیدو بمباريو وروسته روغتیايی خدماتو ته لاسرسی ډېر محدود شوی دی. هغه ویلي: «موږ پر ټولو روغتیايي تاسیساتو د حملو د درولو غوښتنه کوو... تر ټولو زیات د سوډان خلک سولې ته اړتیا لري. تر ټولو ښه سوله درمل دي.»