امریکا کې ډزې؛ دوه پولیس وژل شوي بل ټپی دی
۱۴۰۴ مرداد ۲۷, دوشنبهامریکايي چارواکو ويلي د پولیسو دغه افسران د یکشنبې په ورځ د یوتا ایالت ترمونتون ښار ته نژدې علاقې ته د آزار او اذیت یوې ټیلفوني اړیکې ته د رسیدګۍ له پاره تللي وو.
په ډزو کې ټپي شوی پولیس، د پولیسو یو مرستیال قوماندان دی. په دې پیښه کې یو تعليمي سپی هم ټپي شوی. زیاته شوې چې ټپی شوی پولیس او سپی روغتون ته رسول شوي او روغتیايي وضعیت یې ښه دی.
ورته نور: په نیويارک کې د ډزو په پایله کې څلور کسان وژل شوي
پولیس وايي په ډزو کې د دوو افسرانو تر وژنې وروسته عيني شاهدانو وشو کړی چې حمله کونکی قانع کړي چې خپله وسله پر ځمکه کېږدي.
پولیسو وویل چې ځانګړي ځواکونه (SWAT) پر شکمن کور ورغلل او تشخيص ېې کړه چې نور کوم خطر یا ګواښ نه دی پاتې.
د پولیسو یو چارواکي خبریالانو ته وویل چې ځانګړي ځواکونو «د پېښې ځای ته له رسېدو سره سم ډزې پیل کړي.»
ورته نور:یوه تنکي ځوان د امريکا په يوه ښوونځي کي څلور کسان وژلي
هغه زیاته کړه: «دوی د مرستې له پاره د نورو ځواکونو غوښتنه وکړه او نور ېې د هغوی مخابرې ته ځواب ورنکړ.»
پولیسو په دې ارتباط په یوې خبرتیا کې ويلي چې یو سړی د عمدي قتل په تور نیول شوی دی خو هویت ېې نه دی ښودل شوی.
ترمونتون چې دغه پېښه پکې شوې د یوتا ایالت مرکز، سالت لیک سيتي، شمال ته په ۱۲۱ کیلومترۍ کې پرته ده.
ورته نور: نیویارک: په يو پارک کې په ډزو ۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې