د آلمان د پولو کنترول؛ نیږدې دوه زره کډوال له پولو ځواب شوي
۱۴۰۴ خرداد ۳, شنبهد آلمان د فدرالي حکومت د معلوماتو له مخې، د آلمان پر پولو د کنترول تر شدیدو تدابیریو د عملی کولو راهیسې، یوازې په تېرو دوو اونیو کې ۱۶۷۶ کسان د آلمان له پولو بېرته ګرځول شوي دي. دا هغه کساني دي چې غوښتل یې آلمان ته په غیرقانوني ډول داخل شي، یا یې په دغه هیواد کې د پناه غوښتنې نیت درلود.
د آلمان د کورنیو چارو نوی وزیر الکساندر دوبریندت، د روانې میلادي میاشتې په پیل کې د خپلې نوې دندې تر پیل کولو وروسته د آلمان په ځمکنۍ پوله د آلمان د فدرالي پولیسو د کنترول او څار سختولو امر وکړ.
تر دغه اقدام وروسته یوازې په لومړۍ اونۍ کې ۷۳۹ کسان د آلمان له پولو بېرته ستانه شول چې له دې جملې ۵۱ یې غوښتل په آلمان کې د پناهغوښتنه وکړي.
الکسندر دوبریندت ویلي، دغه اقدامات لنډمهاله دي او زیان منو مهاجرینو ته باید په دغه پروسه کې استثنا ورکړل شي. نوموړي د آلمان د فدرالي پولیسو مسلکي کار وستایه او ویې ویل: «اوسنۍ شمیرې ښيي چې [د پولو] سخت کنترول خپل اغېز لري.»