آلمان: سلګونه هنرمندانو پر اسرائیل د فشار زیاتولو غوښتنه کړې
۱۴۰۴ مرداد ۱۵, چهارشنبهپه آلمان کې ۱۶۰ نورو الماني هنرمندانو هم هغه پرانیستی لیک چې مخکې تر دې د المان صدراعظم فریدیش میرڅته د اسرائیل په تړاو د هغه د سیاست په هکله لیکل شوی و، لاسلیک کړی دی.
په دې ترتیب سره د دې لیک د لاسلیک کوونکو شمیر چې په هغې کې د اسرائیل پر دولت د المان د دولت د فشار پر لزوم ټینګار شو و، ۳۶۰ تنو ته رسیدلی دی.
ترکي الاصله فلم جوړونکي فاتح آکین، ایوون کاترفلډ او کترینا بوم (هنرمندان) او سندرغاړې نینا چوبا د هغو هنرمندانو له ډلې څخه دي چې دغه سرخلاصی لیک یې لاسک لیک کړی دی.
دغه لیک د المان د صدراعظم فریدریش میرڅ په مخاطب کولو سره د «اجازه مه ورکوئ چې غزه مړه شي» تر عنوان لاندې تنظیم او چمتو شوی دی.
اسرائیل ته د وسلو د لیږد بندول، د اوربند موافقې ته د رسیدو په خاطر پر دغه هیواد فشار اچول او همدارنګه غزې ته د نامحدوده بشر دوستانه مرستو رسول، هغه غوښتنې دي چې لاسلیک کوونکو په دغه پرانیستې لیک کې مطرح کړي دي.
دغو هنرمندانو په خپل لیک کې هغه جنایتونه چې د حماس ترهګرې ډلې کړي غندلي دي، خو په ورته وخت کې یې واضح کړې ده چې د دې بې رحمانه جنایت په خاطر باید د غزې ملکي خلک په جمعي یا ټولیز ډول مجازات نه شي.