ترکيې تایید کړه چې ۱۲ سرتیري يې عراق کې مړه شوي
۱۴۰۴ تیر ۱۶, دوشنبهد ترکیې چارواکو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په عراق کې د زهرجن ګاز په يوه پېښه کې د وژل شوو ترکي عسکرو شمېر ۱۲ ته لوړ شوی دی. دا پېښه په عراق کې د یو غار دننه د مېتان ګاز له امله رامنځته شوې وه.
له دې مخکې ترکي چارواکو د یکشنبې په ورځ د پنځو سرتېرو د مړینې راپور ورکړی و.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر، علي یرلیکایا د ټولنیزو رسنیو په پلیټفارم X کې ولیکل: «موږ د خپلو اتلانو له لاسه تللو له کبله سخت خواشیني یو.»
د ترکیې د دفاع وزارت ویلي چې ټولټال ۱۹ سرتیري د شمالي عراق یو غار ته ننوتي وو چې د هغه سرتېري پاتې شوني ومومي چې په ۲۰۲۲ کال کې هلته وژل شوی و. همدا مهال دوی له غار څخه د وتونکو زهرجنو ګازونو سره مخ شول.
د پاتې ۷ سرتېرو حالت سمدستي نه دی روښانه شوی. یرلیکایا ليکلي: «زه د هغو اتلانو لپاره چې د مېتان ګاز اغېزمن کړي، عاجله روغتیا غواړم.»
د ترکیې پوځی حضور په عراق کې د کردستان د کارګر ګوند (PKK) پر ضد دی چې مرکز یې د قندیل په غرونو کې دی.
د ترکیې او PKK ترمنځ شخړه چې د اروپايي اتحادیې او متحده ایالاتو له خوا یو ترهګریز سازمان بلل کېږي، د اوسني وخت یو له تر ټولو اوږدو روانو وسله والو شخړو څخه ګڼل کېږي.
د کردانو ملي غورځنګ له څو لسیزو راهیسې هڅه کوي چې په هغو سیمو کې خپلواک هېواد جوړ کړي، چیرته چې د کرد وګړو ګڼ شمېر مېشت دی، لکه د ترکیې، ایران، عراق او سوریې ځینې برخې.
PKK د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې له خپل بنسټګر عبدالله اوچلان (چې دا مهال په ترکیه کې بندي دی) د یوه پیغام په غبرګون کې خپل انحلال اعلان کړ.
زموږ له آرشيف څخه (07.08.2019):