پاکستان: په وروستیو موسمي سيلابونو کې ۱۱۱ کسان مړه شوي
۱۴۰۴ تیر ۲۳, دوشنبهد پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې د نن دوشنبه د جون ۱۴مې تازه ارقامو له مخې، د جون میاشتې له ۲۶ د جولای مياشتي ۱۴مې پورې په موسمي ورښتونو او سېلابونو کې ۱۱۱ کسان مړه شوي دي.
په یوه پېښه کې د تېرې میاشتې په وروستیو کې لږ تر لږه ۱۳ سیلانیان چې د یوه سېند پر غاړه ېې خیمې درولې وې، اوبو وې وړل.
نور ولولۍ: د پاکستان پولیس وايي یوه پلار خپله لور د ټیک ټاک پر سر وژلې
د یادې ادارې په تازه رپوټ کې ويل شوي چې د مړه شوو ۱۱۱ کسانو په ډله کې ۵۳ ېې ماشومان دي. زیاته شوې چې تر ټولو ډېر کسان د پاکستان په تر ټولو ډېر نفوس لرونکي ایالت پنجاب کې مړه شوي دي.
په عین حال کې د پاکستان د هواپېژندنې ادارې د دغه هېواد په شرقي او شمالي سیمو کې د نورو درنو ورښتونو او چټک باد خبرداری ورکړی، چې په احتمال سره به په ښاري علاقو کې سېلابونه، ځمکې ښوېدنې او د ساختمانونو ویجاړۍ له ځانه سره ولري.
نور ولولۍ: وسله والو د پاکستان په بلوچستان کي ۹ مسافر وژلي دي
د جنوبي اسیا په هیوادونو کې له ۷۰ تر ۸۰ سلنې پوري کلني موسمي بارانونه په جون میاشت کې پیلیږي. په هندوستان کې د جون میاشتې په سر او په پاکستان کې د جون مياشتي په وروستو کې پیلیږي چې تر سپتمبر میاشتې پورې ادامه پیدا کولی شي.
له آرشیف څخه (27.08.2022):