د سويډن پولیس: پر تعلیمي مرکز په بريد کې لس کسان وژل شوي
۱۴۰۳ بهمن ۱۷, چهارشنبهدغه خونړۍ پېښه د سه شنبې په ورځ د فبروري ۴مه د سويډن په اوربرو ښارګوټي کې رامنځ ته شوې. پولیسو د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «د قاتل په ګډون ۱۱ کسان مړه شوي دي.» د سويډن صدراعظم دا د سویډن په تاريخ کې «تر ټولو بده ټول وژنه» ښودلې ده.
د فرانسې خبري آژانس په حواله په سويډن کې پر ښوونځيو د حملو پېښې نسبتاً نادرې دي، خو هرکال پکې په لسونو کسان د ډزو او بمي چاودنو سره په تړاو لرونکو تاوتریخوالو کې وژل کيږي.
ورته نور ولولئ: آلمان: په یوه شرکت کې د ډزو په نتیجه کې دوه کسان وژل سوي
ګڼو سويډني رسنیو ویلي حمله کوونکي چې تور لباس يې اغوستی وو، د ریسبیرګسکا کمپوس په نوم د ځوانانو پر روزنیز مرکز ېې فايرونه وکړل.
دا چې په دغه حمله کې څو کسان ټپيان شوي دي او د هغوی روغتیايي وضعیت څنګه دی، پولیسو ېې په هکله څه نه دي ويلي، خو د اوربرو ښارګوټي د سه شنبې په ورځ وويل چې شپږ کسان ټپیان شوي چې روغتون ته رسول شوي دي.
پولیسو په پېښه کې د وژل شوو کسانو هویت هم نه دی په ډاګه کړی او دا ېې هم نه دي ویلي چې هغوی زده کوونکي ول او که د ښوونځي ښوونکي.
ورته نور ولولئ: سويډن: هغه کس چې قرآن کريم ېې سوځولی وو په ډزو وژل شوی
د اوربرو پولیس وویل: «د ډزو انګیزه تر اوسه معلومه نه ده، خو نخښې نخښانې ېې ښي چې حمله په یوازې او پرتله له کومې ايديالوژيکي انګيزې شوې ده.»
تر دې مخکې په سويډن کې ورته پېښې
د ۲۰۲۲م کال په مارچ کې د سويډن په جنوبي ښار مالمو کې یوه ۱۸ کلن زده کوونکي د یوه ثانوي ښوونځي دوه ښوونکي د چاقو په حمله کې ووژل. تر هغه دوې میاشتې مخکې د سويډن په کوچني ښار کریخانستاد کې یو ۱۶ کلن کس وروسته له هغې ونیول شو چې یو زده کوونکی او یو ښوونکی ېې د چاقو په ګوزارونو ټپیان کړي ول او د ۲۰۱۵م کال په اکتوبر کې د سويډن په غربي ښارګوټي ترولهاتن کې هم پر یوه ښوونځي حمله کې ۳ کسان ووژل شول. د دغې حملې انګيزه نژداې ښودل شوې وه.
له آرشیف څخه: