له پاکستان څخه اخراج؛ ۲۰۰ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي
۱۴۰۴ خرداد ۱۴, چهارشنبهد پاکستان د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چې د روان میلادي کال په اپريل میاشت کې له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو د بیرته ستنولو د لړۍ له پېلولو راهېسې تر اوسه تر ۲۰۰ زرو ډېر افغانان بيرته خپل هېواد ته تللي دي.
پاکستان د هغو تر ۸۰۰ زرو ډېرو افغانانو د بیرته ستنولو يو کلک کمپاين پيل کړی دی چې په دغه هېواد کې د اوسيدو قانوني اسناد نه لري. په دې افغانانو کې ځيني هغه هم شامل دي چې په پاکستان کې زيږيدلي او يا هم له لسیزو راهېسې په دغه هېواد کې ژوند کوي.
په ټوله کې يو ميليون افغانان بيرته خپل هېواد ته ستانه شوي
د وزارت په حواله تر ۱۳۵ زره ډېر افغانان په اپريل میاشت کې له پاکستانه وتلي ول، په داسې حال کې چې بيا په می میاشت کې یې شمیر ۶۷ زره ته ټیټ شوی وو او د روانې جون میاشتې په لومړيو دوو ورځو کې بيا تر ۳۰۰۰ ډېر افغانانو بيرته خپل هېواد ته ليږدول شوي دي.
د تېرو څو لسیزو جګړو او کړکېچونو له کبله په میليونو افغانانو پاکستان ته پناه وړې ده. په ۲۰۲۱م کال کې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته هم په سونو زره افغانان پاکستان ته کډه شول.
اړونده موضوع: ملګري ملتونه: تر سلو زرو ډېر افغانان له پاکستان څخه اخراج شوي
په ۲۰۲۳م کال کې هم د افغانانو د بیرته ليږدولو يو کمپاین پيل شوی وو چې په ترڅ کې یې په سونو زره افغانان د نیول کیدو او ځورول کیدو له ویرې يوازې د څو ورځو په موده کې بیرته افغانستان ته ستانه شول.
په دې ترتيب تر اوسه تر يو ميليون ډېر افغانان له پاکستانه بیرته خپل هېواد ته ستانه شوی دي.
د پاکستان حکومت پر افغانانو «په ترهګرۍ او جنایتونو» کې د لاس درلودو تورونه لګوي خو شنونکي وايي چې د دې اخراجونه موخه په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت د فشار واردول دي.
د پاکستان حکومت تل پر افغان اتباعو په پاکستان کې په بريدونو کې چې په دې وروستیو کې یې زور اخیستی دی، د لاس درلودو تور لګولي. پاکستان همدا راز په کابل کې پر حکومت تور لګوي چې په خپله خاوره کې یې وسله والو ته پناه ورکړې ده، هغه تور چې د طالبان یې تل ردوي.
له ایران څخه د افغانانو د اخراج په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه
ملګرو ملتونو د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د جون ۳) له ایران څخه د افغان کورنيو د اخراج په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې د پام وړ زياتوالی پکې ليدل کیږي.
د ملګرو ملتونو د مهاجرت سازمان (آی او ام) په حواله په می میاشت کې له ایران څخه ۱۵۶۷۵ افغانان اخراج شوي دي چې دا د اپريل میاشتې په پرتله دوه چنده ډېر دي.
د مهاجرت نړيوال سازمان د يوې اعلامیې په ترڅ کې ویلي چې د دواړو ګاونډيو هېوادونو څخه د مهاجرو بیرته ستنول د افغانستان د مهاجرو «د بیرته منلو او ادغامولو لا د مخه حساس سیسټمونه» نور هم ګواښي.
دغه سازمان زياته کړې ده چې «د اخراج شویو کورنيو په شمیر کې د پام وړ زياتوالی – یو نوی او د ځانګړې اندېښنې وړ تمایل دی. دا په داسې حال کې ده چې په تېرو میاشتو کې تر دېره يوازې ځوان نارينه اخراجيدل.»
اړونده موضوع: په یوه ورځ کې له ایران او پاکستان څخه له ۳۰۰۰ څخه ډیر کډوال اخراج شوي
آی او ام زياته کړې ده چې د هغو افغان کورنيو شمیر چې په ايران کې د اوسيدو د قانوني اسنادو نه درلودو له وجې بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي، د تېر کال د می میاشتې په پرتله درې برابره لوړ دی.
د مهاجرت د نړيوال سازمان په حواله د ایران حکومت د می میاشتې په وروستيو کې يوې عامه اعلامیې په خپرولو سره په ځانګړي توګه هغو افغانانو ته چې د اوسيدو قانوني اسناد نه درلودل، امر کړی وو د جولای تر ۶مې نیټې دې له ایران څخه ووځي چې دا به «کابو ۴ میليونه کسان اغیزمن کړي.»
ایران چې له افغانستان سره ۹۰۰ کيلومترو اوږده پوله لري، په نړۍ کې د مهاجرو د تر ټولو ډېر نفوس کوربه دی چې پکې په میليونو افغانان هم شامل دي چې په تېرو ۴۰ کلونو کې یې د کړکېچونو له کبله دغه هېواد ته پناه وړې ده.
د مهاجرت نړيوال سازمان د سې شنبې په ورځ يو ځل بيا پر «ټولو هېوادونو غږ وکړ چې د افغانانو د جبري اخراج لړۍ دې د هغوی د مهاجرت د حيثيت په نظر کې نيولو پرته ودروي، څو ورته په خوندي توګه، پخپله خوښه او باوقاره توګه د بیرته ستنېدو شرائط نه وي برابر شوي.»