یوه پاکستاني په ځان وژنې سره خپله لور له جبري واده وژغورله
۱۴۰۳ اسفند ۲۲, چهارشنبهپولیسو د خیبر پښتونخوا په ایالت خبر ورکړی دی چي د عادل په نوم دغه پلار زهر وخوړل. مخکي له هغه نوموړي څرگنده کړې وه چي د جرگې دغه پریکړه به ونه مني او د هغه پرځای به ښه داوي چي ځان وژنه وکړي. د نوموړي جرگې درې نارینه غړي نیول سوي دي.
اړوند:د طالبانو له خوا جبري ودونه؛ انفرادي قضیې که یوه عامه پديده؟
د پولیسو په حواله دغه جرگه پس له هغه جوړه سوې وه چي یوې ځوانې ښځې ویلي ول چي د عادل د یوه وراره په واده کي له جنسي ځوروني سره مخامخ سوې ده. د عادل وراره له همدې کبله د ۶۰۰ زره روپیې ( شاوخوا ۲۰۰۰ یورو) په ورکولو محکوم سوی وو. لکه څنگه چي دغه پیښه د عادل په کور کي رامنځته سوې وه، نو د جرگې له خوا هغه ته هم سزا وټاکل سوه. جرگې پریکړه وکړه چي عادل باید د دې کار په بدل یا بدو کي خپله لور د نوموړې ښځې ورور ته په نکاح کړي.
د پولیسو په حواله په دې ترڅ کي د عادل ټولې شپږ لوڼي په امنیت کي دي. د هغوی د پلار له ځان وژنې مخکي په آنلایني رسنیو کي یو ږغیز پيغام خپور سوی چي پکښي عادل ویلي دي چي دغه حکم ورباندي په جبري ډول تحمیل سوی دی.
اړوند:ولي په زرونو نجوني جبري ودونو ته مجبوريږي؟
دپاکستان په کلیوالو سیمو کې جرگې، چې له زړو نارینه وو څخه جوړې سوي دي، د رسمي عدلي سیستم یوه ضمیمه ده. که څه هم د ښځو او نجونو د اجباري ودونو له لارې د شخړو هوارول غیر قانوني بلل کیږي، خو بیا هم د پخوا په شان معمول دي.