کیف وایي لا هم د روسيې د اوربند د شرطونو په تمه دی
۱۴۰۴ خرداد ۹, جمعهد ملگرو ملتونو سازمان یوه لوړپوړي چارواکي د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د می ۲۹) وویل چي ډېره کمه امیدواري سته چي د روسیې او اوکراین ترمنځ خبرې اترې دي د جگړې د بندیدو له پاره یوې هوکړې ته ورسیږي.
په سیاسي چارو کي د ملگرو ملتونو سازمان د عمومي منشي مرستیال رزماری دی کارلو، د پنجشنبې په ورځ په امنیت شورا کي وویل: «د اونۍ په پای کي د پراخو بریدونو څپې یو ښکاره خبرداری دی چي څرنگه دغه جنگ په چټکۍ سره کولای سي د ویجاړیو نوې کچې ته ورسیږي.»
د هغه په خبره: «د کړکېچ زیاتوالی نه یوازي د ملکي کسانو تلفات زیاتوي، بلکي مخکي له مخکي ننگونو سره مخامخ د سولې هڅې هم له خطر سره مخامخ کوي.»
هغه زياته کړه: «د اوکرایني چارواکو په حواله، په ۳۵۵ بې پیلوټه الوتکو سره د دوشنبې د ورځي برید ، پر اوکراین باندي د روسیې له یرغل راهیسي پر دغه هیواد باندي د بې پیلوټه الوتکو تر ټولو ستر برید وو.»
اړوند:اوکرایني چارواکي: روسیې د سولې تر خبرو وروسته د ډرونونو تر ټولو لویه حمله کړې
خبري اتري او د اوربند غوښتنه
د روسیې او اوکراین ترمنځ د مستقیمو خبرو اترو لومړی پړاو د می میاشتي پر ۱۶ په استانبول کي پیل سو. خو دواړو خواوو ونه سوای کولای د یوه اوربند له پاره کومې هوکړې ته ورسیږي.
مسکو ویلي دي چي د ځینو ځانگړو شرایطو له عملي کولو پرته یوه اوربند ته لاس رسی ناممکن دی او وړاندیز یې کړی دی چي د خبرو اترو دوهم پړاو دي د دوشنبې په ورځ پیل سي. کریملن د پنجشنبې په ورځ وویل چي د خبرو اترو د بل پړاو د ترسره کولو له پاره د دوی د وړاندیز په اړه د کیف جواب ته په تمه دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاوروف، په روانه اونۍ کي وویل چي مسکو یو یاداشت تیار کړی دی چي په هغه کي یې د اوکراین د جگړې د حل وفصل له پاره خپل شرایط ټاکلي دي. خو اوکراین ویلي دي چي مسکو لا خپل وړاندیز نه دی شریک کړی.
د می مياشتي د ۱۶ نېټې خبرو اترو وروسته، کیف پر روسیې تور ولگاوه چي غیر واقعي غوښتنې طرحه کوي، د مثال په ډول د هغو سیمو د سپارلو غوښتنه چې لا هم د اوکراین تر کنټرول لاندې دي.
زیلنسکي وايي چي روسیې په یوې «بلې دوکې» لاس پوری کړی
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي، د پنجشنبې په ورځ پر روسیې باندي سخت انتقاد وکړ او وې ویل چي دغه هیواد د مسکو او کیف ترمنځ له احتمالي لیدني کتني مخکي، د سولي په هکله د خپلو پیشنهادونو په نه وړاندي کولو سره لاس په یوې «بلې دوکې» پوري کړی دی.
زیلنسکي د شپې له خوا په خپله یوې ویډیويي وینا کي وویل: «حتی په اصطلاح هغه «یاداشت» چي ظاهراً یوه اونۍ مخکي یې آماده کړی او ژمنه یې کړې وه، لاهم چا نه دی لیدلی.»
هغه زیاته کړه: «اوکراین هغه نه دی ترلاسه کړی. زموږ شریکانو هغه نه دی ترلاسه کړی. حتی ترکیې چي د لومړنۍ ناستې کوربه وو، هغه نه دی ترلاسه کړی.»
زیلنسکي د اوکراین له متحدینو څخه وغوښتل چي پر مسکو باندي فشارونه زیات کړي.
امریکا څه وویل؟
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، خبریالانو ته وویل چي د لازیاتو خبرو اترو له پاره د روسیې بلني، په اوکراین کي د سولې له پاره د انقرې هیلې زیاتې کړي دي.
اردوغان چي د دغوخبرو اترو کوربه دی، له دواړو خواوو سره يې ښې اړیکي ساتلي دي.
د اردوغان دفتر د هغه له خولې ویلي دي: «یوې حل لارې ته د رسیدو لار، د ډیرو خبرو اترو او ډیرو ډیپلوماسۍ له لارې تیریږي. موږ د سولې د ترلاسه کولو له پاره له خپل ټول ډیپلوماتیک قوت او وړتیا څخه کار اخلو.»
په عین حال کې، د امریکا متحده ایالاتو ویلي دي چي د جگړې اوږدول د هیچا په ګټه نه دي او د اوربند له پاره د هغوی وړاندیز "د روسیې له پاره تر ټولو ښه ممکنه پایله" وه او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، باید دغه وړاندیز ومني.
د ملگرو ملتونو په امنیت شورا کې دمتحده ایالاتو د استازولۍ مرستیال جان کیلي، وویل "موږ غواړو چې له روسیې سره کار وکړو، د نورو ترڅنگ د سولي د نوښت او اقتصادي بستې په اړه. د دې شخړې له پاره هیڅ ډول پوځي حل نسته."
هغه زیاته کړه : "وړاندیز سوی تړون اوس د روسیې له پاره تر ټولو ښه ممکنه فرصت دی. ولسمشر پوتین باید هغه ومني".
کیلي ټینگار وکړ: "که روسیه د دې ویجاړونکي جګړې د دوام له پاره غلطه پریکړه وکړي، نوامکان لري چي امریکا متحده ایالات له خبرو اترو څخه د لاس اخیستو په هکله فکر وکړي." هغه وویل چي په دې صورت کي "د روسیې پر وړاندې نور بندیزونه تر بحث لاندي نیول کیږي."