که په آلمان کې د لامبو حوض ته ځئ؛ دغه ټکي هرو مرو په پام کې ونیسئ
د ګرمۍ په موسم کې د آلمان په مختلفو ښارونو کې د لامبو په عامه حوضونو کې ډيره ګڼه ګوڼه وي. له دغو حوضونو څخه د استفادې پر مهال باید یو شمیر مهم ټکي او مقررات په پام کې ونيول شي.
فرای باد؛ مفت نه وي
په آلمان کې د لامبو د عامه حوضونو له پاره د «فرای باد» اصطلاح کارول کیږي. دا په اصل کې د «وړیا حوض» معني ورکوي، خو له دې حوضونو استفاده بیا وړیا نه وي.
یو څه میده پیسې یا سکې له ځان سره ولرئ
د لامبو ډیرو عامه حوضونو ته د ننوتلو پر مهال باید یو څه میده پیسې یا سکې له ځان سره ولرئ، ځکه یو څو یورو باید د داخیلید د فیس په توګه ورکړئ او یو څه هم باید په مخصوصو الماریو کې د خپلو جامو او نورو وسایلو د ساتنې له پاره له ځان سره ولرئ.
حوض ته تر ننوتلو مخکې باید شاور واخلئ
حوض ته تر ننوتلو مخکې او وروسته باید شاور واخیستل شي. مخکې، د دې له پاره چې د انسان د بدن خوله او پرې لګیدلی ګرد او غبار لیري شي او وروسته، د دې له پاره چې د حوض د پاک ساتنې په موخه په کې استعمال شوي کیمیاوي مواد له بدن څخه لیري او پاک شي.
مناسبې څپلې پر پښو کړئ
آلمانیان ډیر وخت د لامبو په حوضونو کې څپلۍ پر پښو کوي. په دې ځای کې د عادي بوټانو پر پښو کول منع وي.
حوض ته په احتیاط سره ټوپ ووهئ
په عامه حوضونو کې ډیر وخت جمپ وهل منع وي خو د حوض د مسوولینو په حضور کې بیا دا کار کیدای شي. په هر حال باید دغه کار په احتیاط سره وشي چې نور لامبووهونکي ژوبل نه شي.
مسلکي لامبو وهونکي مایوسه کیدای سي
له دې کبله چې د ګرمۍ په موسم کې ډیر کسان د لامبو له پاره راځي نو مسلکي لامبو وهونکي نه شي کولای په آزاده توګه تمرین وکړي. له دې کبله هغوی په سرپټو حوضونو کې لامبو ته ترجیح ورکوي.
د حوض منع شوې برخې
ماشومان د حوض په ژورو برخو کې د لامبو اجازه نه لري. هغه کسان چې لامبو یې زده وي هم باید له داسې وسایلو سره لامبو وکړي، چې د هغوی د ډوبیدو مخه نیسي. په دې برخه کې د لامبو له پاره باید ماشومان د لامبو له یوې آزموینې هم تیر شي.
په حوض کې د لوبو د سامانونو کارونه
د لامبو ځینې حوضونه د داسې وسایلو کارولو اجازه نه ورکوي چې له هوا ډکیږي او بیا پرې لامبو وهوونکي کښیني. حوض ته تر تلو مخکې باید سړی په دې خبره ځان پوه کړي.
د لامبو جامې حتمي دي
ځیني آلمانیان دا خوښوي چې بربنډه لامبو وکړي خو په عامه حوضونو کې د دې کار اجازه نه شته. لامبو وهوونکي باید ځانګړې او مناسبې جامې پر تن کړي.
پر ځمکه د هوارولو له پاره خپل څادر راوړئ
د عامه حوضونو په شاوخوا کې پراخې شنې سیمې وي. که څوک غواړي له لمر او ښې هوا خوند واخلي نو باید خپل څادر ولري.
یو څو نور مهم ټکي...
په حوض کې د انځورونو اخیستل منع دي. سړی نه شي کولای چې د حوض اوبو ته له ځان سره خوراکي توکي یوسي. د کثافاتو له پاره هم باید یو څه له ځان سره یوسئ.