کاناډا پر یهوديانو د برید پلانولو په تور یو پاکستانی نیولی
۱۴۰۴ خرداد ۲۱, چهارشنبهلوی څارنوال جی کلایتون، د سې شنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د جون ۱۰) د داعش په تړاو څرگنده کړه چي: «۲۰ کلن محمد شاه زیب خان، پلان درلود چي په اتوماتیکي وسلو سره د یهودي ټولنې د امکان ترحده ډیر غړي ووژني.»
د امریکا متحده ایالاتو د عدلیې وزارت په وینا، خان خپل پلانونه له هغو تورنو ملګرو سره په خبرو اترو کې څرگند کړل - کوم چې په حقیقت کې پټ جاسوسان ول.
د یوې جنایي قضیې له مخې، تورن کسان پلان درلود چي نیویارک ته ولاړ سي او د ۲۰۲۴م کال د اکتوبر پر ۷ نېټه یعني پر اسرائیل باندي د حماس له یرغل پوره یو کال وروسته، د نیویارک د بروکلن په سیمه کي د یهودانو په یوه مرکز کې ډله ایزه وژنه رامنځته کړي.
د نوموړو معلوماتو له مخي هغه غوښتل په دې ډول له داعش څخه ملاتړ وکړي. خو کاناډايي چارواکو هغه په سپټمبر میاشت کي د امریکا متحده ایالاتو له سرحد څخه، څه ناڅه ۲۰ کیلومتره لیري ونیو.
پر دغه پاکستاني تبعه باندي د نورو ترڅنگ تور لگول کیږي چي هڅه یې کوله یوې بهرنۍ موسسې ته چې د ترهگر په توگه طبقه بندي سوې ده، مادي ملاتړ او سرچینې چمتو کړي.
پر هغه باندې د ترهګریزو اعمالو د ترسره کولو د هڅې تور هم لگول سوی دی. که هغه مجرم وپیژندل سي، نو د عمري بندیگرت له سزا سره به مخامخ سي.
حماس او د هغه متحدو اسلامي جنگیالیو د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر ۷ نېټه پر اسرائيل باندې په برید سره په غزه کې جگړه پيل سوه.