کاناډا: په میله کې د خلکو پر ګڼې ګوڼې موټر ځغلول شوی
۱۴۰۴ اردیبهشت ۷, یکشنبهد کاناډا په ونکوور ښار کې د سړک سر میلې پر مهال یو کس خپل موټر پر خلکو وروستلی دی. پولیسو د ۹ تنو د وژل کیدو او یو شمیر نورو د ټپي کیدو خبر ورکړی دی.
د پولیسو په وینا له موټر چلوونکي څخه پلټنې پیل شوي دي. د دې پيښې او احتمالي انګیزې په اړه یې نور جزویات نه دي خپاره شوي.
د فلیپينیانو لوی جشن یا میله
د رسنیو د رپوټونو په حواله دغه میله د «لاپو لاپو فیستیوال» نومیږي چې د فلیپينیانو یو لوی جشن دی او هر کال لمانځل کیږي.
یوې راډیوي رسنۍ د عیني شاهدانو په حواله رپوټ ورکړی دی چې ناببره خلکو چغې او فریادونه شروع کړل؛ کله چې یوه کس د خلکو پر ګڼې ګوڼې خپل موټر ور وخیجولو او ۱۲ کسان یې لاندې کړل.
ویل کیږي چې موټر چلوونکی له پيښې وروسته له موټر ښکته او په پښو یې د تيښتې هڅه کړې وه، خو د پيښې په ځای کې د څو کسانو له خوا نیول شوی دی.
د یادونې وړ ده چې دغه پيښه په کاناډا کې د پارلماني ټانکو په درشل کې چې ټاکل شوې ده د دوشنبې په ورځ به ترسره شي، رامنځته شوې ده.