ډېری مسلکي مهاجر له آلمانه د بیا کډوالۍ په فکر کې دي
۱۴۰۴ خرداد ۲۲, پنجشنبهد یوې نوې څېړنې له مخې، په آلمان کي د خارجي ریښې لرونکي کسان، په تیره بیا تحصیل یافته او روزل سوي کسان له دغه هیواده دمهاجرت په فکر کي دي.
د کار او مسلک د تحقیقاتي مؤسسې له خوا د یوې آنلایني خپرې سوې ټولپوښتني له مخي، په دغه کټگوري کي په تیره بیا له اقتصادي پلوه بریالي مهاجر او هغه کسان شاملیږي چي په آلماني ژبه ښه پوهیږي.
د کار او مسلک د بازار له تحقیاتي مؤسسې څخه څېړونکې، کاتیا گاله گوس تورس په خبره دغه کسان «په دقیق ډول هغه کسان دي چی آلمان ورته د مسلکي ځواک په توگه ډېره زیاته اړتیا لري.»
اړوند:آلماني سوداګر او اتحاديې: سوريايي مهاجرو اقتصاد ته ګټه رسولې، باید پاته شي
په تیره بیا «د پوهې پر بڼسټ خدماتي څانگې» لکه معلوماتي ټکنالوژي، مالي خدمات او بیمه تر ډېره ځایه له دغه وضعیت څخه اغیزمن کیږي.
یو پر دریمه برخه مسلکي مهاجر له آلمانه د تلو په فکر کي دي
د دغي څېړنې له مخې، د ۳۰ او ۳۹ کلونو ترمنځ عمرونو په لرلو سره هغو مهاجرو چي په دې څانگو کي کار کوي، ویلي دي چي امکان لري آلمان پریږدي. گاله گوس تورس وویل چي دغه موضوع «د موجوده مسلکي کسانو د کمښت په پام کي نیولو سره، یو خطر بلل کیږي.»
د دغې څېړونکې په خبره، په مجموع کې «له یوې خوا د زده کړې او روزنې سطحې او عاید او له بلې خوا مهاجرت ته لیوالتیا» موجوده ده.
په هرحال د دغې سروې د گډون کوونکو یوازې درې سلنه، د مهاجرت له پاره ټاکلي برنامې درلودې. سیاسي نارضایتي، شخصي دلایل، مالیاتي فشار او بیوروکراسي، له هغو انگیزو څخه وې چي له آلمان څخه د مهاجرت له پاره یې یادونه سوې ده.
ورته لیوالتیاوي د روغتیا او ټولنیزو خدماتو، تولیدي صنایعو، لوژستیک او گودامونو په برخه کي لیدلې سوي دي.
سویس، امریکا او اسپانیا، د مسلکي مهاجرو له پاره د سفر هدفونه
سویس، امریکا او اسپانیا د هغو هیوادونو په سر کي قرار لري چي په آلمان کي میشت مهاجر ورته (نه اصلي ټاټوبو ته) د تلو اراده لري.
د پلټونکو د وینا له مخې، د دغې څېړنې له پاره د ۲۰۲۴م کال د ډسمبر او ۲۰۲۵م کال تر اپریل پورې شاوخوا ۵۰ زره مهاجر د آنلاین له لارې پوښتل سوي دي.
د پلټنې لیکوالانو ټینگار کړی دی چي دغه رقم د معتبرو او باوري احصائیو د وړاندي کولو امکان برابروي.
په مجموع کي ۲۶ سلنه پوښتل سوو کسانو ویلي دي چي مخکې یې لا لهآلمان څخه د وتلو فکر کړی دی. ۵۷ سلنه هم اعلان کړی دی چي په آلمان کي د دایمي اوسیدو اراده لري.