ډنمارک غواړي د ښځو عسکري جبري کړي
۱۴۰۴ فروردین ۷, پنجشنبهدډنمارک د دفاع وزیر تروئلز لوند پولسن، اعلان وکړ چي دغه هیواد به ډیر ژر د ښځو له پاره هم د عسکري خدمت جبري کړي. دغه پریکړه وروسته له هغه وسوه چې ګوندونو په دې برخه کي د لایحې د تصویب له پاره چټکه موافقه وکړه.
په اول سر کي په پام کي وه چي دغه تغییرات به له ۲۰۲۷م کال وروسته عملي سي، خو اوس به دغه اصلاحات د ۲۰۲۵م کال له نیمايي څخه پلي سي.
د نوموړو بدلونونو له مخي به ښځي هم د نارینه وو په شان د پوځي خدمت ترسره کولو ته مکلفې وي او که د داوطلبه کسانو شمیر کافي نه وي، نو امکان لري په جبري ډول خدمت ته راوبلل سي.
هغه ډنمارکۍ ښځي چي د روان کال د جولای مياشتي له لومړۍ نیټې څخه ۱۸ کلنې کیږي، امکان لري په ۲۰۲۶م کال کي د عسکرۍ خدمت ته راوبلل سي. که څه هم دا لایحه لا تر اوسه پارلمان ته نه ده رسیدلې، خو تصویب یې تقریباً قطعي په نظر راځي.
د ډنمارک د وسله والو ځواکونو اعلی سرقوماندان د دغه اقدام ملاتړ کړی دی او د "ییلند پوستن" په نوم ډنمارکۍ ورځپانې ته یې وویل: «جنسیتي برابري یو ښه اقدام دی او د ډنمارک د دفاع په برخه کي د نظامي توان د زیاتوالي چانس لا پسې ډیروي.»
په ډنمارک کي د سرتیرو په لیکه کي ۲۵ سلنه ښځې دي
اوس په ډنمارک کي د عسکرۍ خدمت یوازي پر هغو نارينه وو جبري دی، چي تر ۱۸ کلنۍ پورته وي. ښځې تر اوسه د پوځي خدمت په ترسره کولو مجبوري نه وې، خو کولای یې سول په خپله خوښه له پوځ سره یوځای سي. اوس، ښځې د ډنمارک په پوځ کي د ځواکونو د لیکو ۲۵ سلنه جوړوي.
حتی پس له دغو بدلونونو به، د هر عمر د ډلې یوازې یوې برخې ته اړتیا وي چي پوځي خدمت ترسره کړي. څرنگه چې د رضاکارانو شمیر کافي دی، نو ټول ځوانان د خدمت له پاره نه رابلل کیږي او سرتیري به په تصادفي ډول د قرعه کشۍ له لاري انتخابیږي.
تیر کال ډنمارک پریکړه وکړه چي د ۲۰۲۶م کال له اگست څخه د عسکرۍ خدمت له څلورو میاشتو څخه یوولسو میاشتو ته زیات کړي.