څه د پاسه ۱۷۰ افغانان له اسلام آباد څخه آلمان ته انتقال سول
۱۴۰۴ فروردین ۷, پنجشنبهد نوموړې الوتکې ټولو مسافرو مخکي د آلمان له خوا د منلو ژمنې ترلاسه کړې وې. په دغه ډله کي ۸۲ ښځې او ۹۲ نارینه شاملیږي. ۷۴ تنه یې له ۱۸ کلونو کم عمر لري او ۹ کوچنیان هم چي له دوو کالو کم عمر لري پکښي شامل دي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل: «د منلو په برخه کي، امنیت زموږ تر ټولو لوړ لومړیتوب دی. ټول دغه کسان په دقیق ډول کنترول سوي او تر ارزونې لاندي نیول سوي دي.»
اړوند:سرچینه: یوه بله ډله افغانان هم آلمان ته انتقالیږي
هغه وویل دغو کسانو له پرواز مخکې مفصلې امنیتي ارزونې تیرې کړي دي. د هغه په خبره ټول هغه کسان چي د منلو ژمنې ترلاسه کړي، تر امنیتي ارزونې لاندي نیول کیږي او که امنیتي اندیښنې موجودي وي، په آلمان کي د هغوی منل امکان نه لري.
د «ولټ» په نوم ټلویزیوني رسنۍ د رپوټ له مخې ځیني هغه کسان چي په پلان کي وه په دغه الوتنه کي آلمان ته انتقال سي، د ځینو ملاحظاتو له امله له الوتنې پاته سول. دغې رسنۍ رپوټ ورکړ چي فدرالي پولیسو لږترلږه درې ویزې بې اعتباره وبللې. د دغه ډول اقدام دلایل تر اوسه معلوم سوي نه دي.
آلمان د منلو پروګرام د هغو کسانو له پاره پيل کړی دی چي په افغانستان کي یې واک ته د طالبانو له رسیدو مخکې د آلماني پوځ او یا نورو آلماني بڼسټونو او سازمانونو سره کار کړی دی.
علاوه پردې د هغو افغانانو له پاره چي د بیلابیلو دلایلو له امله د مثال په ډول د بشري حقونو په برخه کي زیانمنونکي شمیرل کیږي، هم ځیني پروگرامونه موجود دي.
د آلمان د کورنیو چارو وزارت مخکي اعلان کړی وو، چي د منلو نورې برنامې نه وړاندي کیږي. دآلمان حکومت له اوسني پرواز مخکې اعلان کړی ؤ چي شاوخوا ۲۸۰۰ نورو افغانانو د جرمني له خوا د منلو ژمنې ترلاسه کړي دي.
آلمان ته له گواښ سره مخامخ افغانانو د انتقال دوام د دغه هیواد په دننه کي هم له انتقادونو سره مخامخ سوی دی. مسيحي ډیموکراټ او مسيحي سوسیال گوندونه د دغه پروگرام مخالف دي.
سربیره پردې، نوموړي گوندونه د یوه ائتلافي حکومت د جوړولو پرسر له سوسیال دیموکراټ گوند سره یوې هوکړې ته رسېدلي دي، چي د امکان ترحده د منلو ټولې برنامې په ټپه ودروي.